د پېښور تپوس!

زه پېښور یم — د پښتنو د تهذيب او کلچر علامت — پښور!!

په نولس سوه اوه څلویښتم کې د هندوستان د وېش په وخت د یوه لانجمنه او شکمنه ریفرنډم نه وروستو زه د پاکستان په برخه ورسیدلم — او زما په سينه د پاکستان شين سپين بیرغ وخېژول شو—

هاغه ورځ وه او دا ورځ شوه ما دا بیرغ په خپله سينه کې ټومبلی کلک نيولی دی—

که سیلۍ راغلې ده او که جاپاړ، جاکړ— که تندرونه پریوتي دي او که بمونه چاودلي دي — ما کله هم دا بیرغ پریوتلو ته نه دې پرېښودلی—

دا ما په چا احسان هم نه دې کړی— پاکستان وس زما وطن دی ، او وطن کور وي — د دې کور ناموس ساتل، او څار کول لکه د لاهور، کراچۍ، او کوټې په شان زما هم زمواري ده — په کور کې هر رقم وخت راځي- کله غم کله ښادي کله وچه کله لمده —

په یو کور کې گيلې مانې هم راځي— مره ورکیدل پخلاکیدل هم راځي— زه په دې هم پوهېږمه چې په یو کور کې ټول وروڼه ېو شان نه وي څه مشران وي او څه کشران وي — څه تکړه وي او څه کمزوري— ماته پکې د کشر والۍ ځایې راکړې شو ې او ما وس منلې دی—

زه پېښور یمه!!

او راته معلومه ده چې ځمونږ په رواج کې د کور واک یا خو د پلار وي او یا د مشر ورور— چې کله هم زما په خپله خوښه مشرشوي ورور لاهور زما د تقدير، برخې، غم ، ښادۍ څه هم فیصلې کړي دي ما ته پکې د څه چوڼ چاڼ اجازت نه دې راکړې شوی— که لاهورځانله سړکونه، پوهنتونونه اوکارخانې خوښې کړي دي او زما په برخه جنگونه، ټوپکې او تندروي رسیدلې ده نو که ما غږ کړی هم دې نو چا اورېدلې نه دی—

که چرته د پرزولو یا د مټ اړولو خبره راغلې ده نو ما د ټولو مخکې میدان ته وردانگلي دي– زه لکه د یو تابعدار کشر هر وخت تابعدار ولاړ یم—

کله نا کله زما په مينه او اخلاص د مشر ورور بچي شکونه هم کوي— راته واېي تا د هندوستان سره یاري جوړه کړېده— دغه ټوقه قاړه خو لا څه کۍ کله کله راته مشر ورور د خپل وجود نه د اغیارو په چاړه په زور غوڅ کړې شوي په دیوال شريک گاونډي کابل سره په غم ښادۍ هم خشمیږي—

خو لکه څه رنگه ما اووې دا وس کور دی او په کور کې سختۍ گرمۍ راځي— دا سختۍ گرمۍ زغمل د کور د یو کور د ساتلو لپاره ضروري وي— او هسې هم زه وس کشر یم نو د کشر کارخو زغمل او اوریدل وي—

د پاکستان د بیرغ د لاندې په تیرو اویا کالو کې زما په لمن لگیدلی هر تور داغ او زما هر ژوبل شوي اندام گواه دي چې ما کله هم گيله نه ده کړې، فریاد او احتجاج مې نه دې کړې— نه مې ځان بربنډ کړې او نه مې په خپلو پرهرونو دنیا خبر کړې ده!!

خو داځل راسره یوه داسې لوبه وشوه چې په سينه کې یې راله سم تړق وکړو— زما په تنکو تنکو بچو ډیره نا تاره چار ماري وشوه — سړي راغله او یو سل څلور دیرش بچي یې راله مړه کړل— زما د تنکو تنکو بچو سينې په مړدکېو غلبیل غلبیل شوې— ددغو وژنکو سړیو دريځ دادې چې دوېي په دې وطن کې اسلامي نظام غواړي— دوېی واېي جمهوریت د اسلام په ضد دی- په دې وطن کې نور خلق او گوندونه هم اسلامي نظام غواړي— په دغه گوندونو کې جماعت اسلامي، جمعیت علمائ اسلام، جمعيت اهل حديث، جماعت اهل سنت، لشکرِ طيبه، لشکر جهنگوي او نور ډیر مشهور دي—

زما بچي چې چا مړه کړل هغوئي ځان ته طالبان واېي؛ دوېي غواړي تر څو یې په دې وطن کې جمهوریت ختم کړې نه وي او اسلامي نظام یې راوستلې نه وي— بچي به راله وژني—

خو زما تپوس دادې ددغه نظام لاره چا نیولې ده؟؟ زما تنکو تنکو بچو؟؟ زما تپوس دا هم دې چې د کور واک د مشر ورور دي نو تپوس یې د کشر نه په کوم حساب کیږي ؟؟ د واک اختیار کار خو ټول په شريکه په پارلیمان کې په اسلام اباد کې کیږي نو زما وجود په کومه کهاته کې سوړې سوړې شو؟؟ زما په کور کې ولې هره ناترسه تجربې کیږي؟؟
زما بچي خو د نورو ټولو نه په هر حساب اوپه هره تله تلل شوي کلک مسلمانان دي— تاسو یې نه منئ؟؟

خبره لنډه — وس مې حال نور دی— ساندو مرثیو ډیر بې مجاله کړې یمه — په سينه کې مې مړدکیو، بمونو، او ځان مرگیو دومره سوري جوړ کړي دي چې ساه پکې نه شم اخستلی— وس راسره هر وخت دا ویره مل وي هسې نه چرته په زوره سيلۍ راشي نو دومره دم راپکې نه دې پاتې شوی چې په سينه کې مې د پاسه ټومبل شوې د وطن شين سپين بیرغ ولاړ وساتمه!!