پاکستان کې روان د سپر ليګ کرکټ (پي اېس اېل نهم، 2024م) مقابلو کې پېښورزلمي کرکټ ټیم د ملتان سلطان تیم ته په ماتې ورکولو وړمبی مېچ وګټلو. بېښور زلمي د دې نه مخکې دوه مېچونه بېللي دي.
د ملتان په کرکت مېدان کې ترسره شوې مقابله کې د پېښور زلمي ټآس يا پچه ګټلی وه او لومړی بېټنګ یې کړی و، او په 20 اوورونو کې یې په اته لوبغاړو سوځېدو 179 رنزونه جوړ کړي وو.
د زلمي ټیم تر ټولو زيات 37 رنزونه حسيب الله او بيا کپتان بابر اعظم 31 رنزونه جوړ کړي وو.
د ملتان سلطان ټیم محمدعلي درې، ډېوېډ ويلي او اسامه مير دوه دوه لوبغاړي اوټ کړي وو.
په ځواب کې یې بيا د ملتان سلطان په 174 رنزونو اوټ شوه او پېښور زلمي مېچ په پينځه رنزونووګټلو.
د ملتان سلطان په لوبغاړو کې ډېوډ مېلان 52 رنزونه او ياسر خان 43 رنزونه جوړ کړي او د کپتان محمد رضوان په ګډون یې درې لوبغاړي په صفر اوټ شوي وو.
د پېښور زلمي عارف يعقوب درې، لوک ووډ، نوين الحق او سلمان ارشد دوه دوه وکټې اخستې دي.
په 17مه فرورۍ پېل شوې د پي اېس اېل نهم مقابلې پېل شوي، تراوسه شوومېچونو کې د ملتان سلطان په څلورو سياليو کې درې ګټلي يوه یې بايللې ده، کوټه ګلېډييټرز درې مېچونه کړي او درې واړه یې ګټلي ډي، اسلام اباد يونايټډ په درېو کې دوه مېچونه ګټلي، د کراچۍ کنګز په دوه سیاليو کې يوه ګټلې ده.
د پېښور زلمي درې مېچونه کړي او يو یې ګټلی او دوه یې بايللي دي او د لاهور قلندر لوبډلې درې سيالۍ کړي او درې سره یې بايللي دی.
د پاکستان سپر ليګ نهم په مقابلو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي، ټول مېچونه په پاکستان کې ټاکل شوي، فاینل یا پايلوبه يې په 18م مارچ په کراچۍ کې ټاکل شوی دی.