صدر بایډن: امریکې د خپلو عسکرو د وژل کېدو په بدل کې په شام او عراق کې حملې شروع کړې

بایډن د جمعې په ورځ د هغو دریو امریکايي عسکرو په اخېرې رسوماتو کې شرکت وکړو چې په اردړن کې تېره هفته وژل شوي دي

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ‌ اعلان وکړو چې په منځني ختیځ کې د دریو امریکايي عسکرو د وژل کېدو په جواب کې امریکې په شام او په عراق کې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو د هدفونو او اسانتیاو خلاف شروع کړې.

د وایټ هاوس د بیان ترمخه، صدر بایډن وویل د هغه په امر امریکايي پوځي ځواکونو د جمعې په ماسپښین په شام او په عراق کې د پاسداران انقلاب ځواکونو او د پاسداران په ملاتړ د جنګېدونکو وسله والو په هدفونو حملې وکړې.

صدر بایډن وویل په امریکايي عسکرو د حملو په بدل کې "زمونږ جواب نن شروع شو. دا به زمونږ د خوښې په وختونو او په ځایونو دوام لري."

بایډن وویل امریکا په منځني ختیځ او د دنیا په بل کوم ځای کې جنګ نه غواړي خو دا واضحه کول غواړي چې هغه چا ته به جواب ورکول کېږي څوک چې د هغه په قول امریکایانو ته نقصان رسوي.

عراق په خپله خاوره د ایران په ملاتړ د جنګېدو مسلح ډلو په هدفونو د امریکې د حملو غندنه وکړه، د هېواد د "خپلواکۍ سرغړونه" یې وبللې او ویې وېل امریکايي حملې به د عراق او د سیمې نه بهر "تباه کوونکي" نتېجې ولري.

د عراق د وزیراعظم شیعه السوډاني ترجمان جنرل یحیا رسول د خالي، شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل امریکايي حملې به د عراق او د سیمې د امنیت دپاره تباه کوونکي نتېجې ولري.

د شام سرکاري مطبوعاتو د جمعې په ورځ‌ وویل په "امریکايي جارحیت" کې د شام په صحرايي علاقو کې او د عراق په پوله هدفونه ویشتل شوي دي چې له امله یې مرګ ژوبله شوې ده.

تېره هفته په اردن کې په امریکايی پوځي اډه د ډرون حمله کې د دریو امریکايي ځواکونو د وژل کېدو او تر 40 پورې د نورو عسکرو د زخمي کېدو وروسته صدر جوبایډن په سیمه کې ایران سره د تړلو وسله والو خلاف د پوځي اقدماتو فېصله کړې وه.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ سېنټ کام چې په منځي ختیځ کې د امریکايي ځواکونو مسولیت په غاړه لري، د جمعې په ورځ خپل بیان کې وویل امریکايي ځواکونو د 85 هدفونه زیات هدفونه ويشتلي دي.

سېنټکام وویل د پاسداران انقلاب، د القدس قواو او د دې سره تړل شوو وسله والو نخښې وېشتې دي.

سېنټګام وویل په حملو کې ګڼ شمېر جنګي جهازونه شام وو چې په د اوږدې فاصلې پورې تلونکي جهازونه هم شامل وو چې د امریکې نه یې پرواز کړي وو.

امریکايي پوځ وویل په شام او عراق کې د عملیاتو د کنټرول کولو مرکزونه، د استخبارتو مرکزونه، راکټو او مزایلو او د ډرون د ذخیره کولو مرکزونه ویشتل شوي دي.

په شام او عراق کې د حملې نه څو ګڼتې مخکې صدر بایډن او د امریکې د دفاع وزارت جارواکو د ډېلاوېیر ریاست په ډوور پوځي مرکز کې د هغو امریکايي ځواکونو جسدونه ترلاسه کړل چې په اردن کې وژل شوي دي.