وزیرستاني کډوال: که د نقیب کورنۍ سره انصاف ونه شي، اسلام اباد کې به احتجاجونه وکړو

د نقیب مسود د وژنې په ضد په خوست کې احتجاجي مظاهره

په خوست کې مېشتو وزیرستانیو کډوالو د نقیب مسود د وژنې په ضد احتجاج کړی او غوښتنه یې کړې چې د هغه کورنۍ ته دې انصاف ورکړل شي، وایي که انصاف ور نه کړل شي، نو دوی به بیا هم احتجاجونه وکړي.

وزیرستانیو کډوالو تور پورې کړ، چې د پاکستان حکومت په قبایلو او وزیرستان کې پښتانه وژني، وایي یواځې په ۲۰۱۴م کال کې یې ۵۰۰ بېګناه مسود وژلي دي. دوی له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو وغوښتل، چې پاکستان دي پر پښتنو له ظلم کولو را وګرځوي.

په خوست کې د ګلانو د کېمپ د وزیرو، مسودو، مداخېلو، داوړو او علي خېلو قومونو کډوالو د احتجاج په مهال په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود وژنه وغندله او د پاکستان له حکومته یې غوښتل چې د هغه د وژل کېدو پېښه دې په دقیقه توګه وڅېړي.

خوست مېشت وزیرستانیان وایي ټول پښتانه یو دي او پر پښتنو د ظلم په خلاف به ږغ پورته کوي

​د نقیب مسود د وژنې پلټونکې کمېټۍ د جمعې په ورځ خپل تفصیلي رپوټ د پاکستان ستر عدالت ته سپارلی، چې د جنورۍ په ۱۳مه یې د نقیب مسود په شمول د درو کسانو وژنه غیرعادلانه ګڼلې او ویلي یې دي چې دوی د پولیسو په درواغجنه مقابله کې وژل شوي دي.

خوست مېشتو وزیرستانیو کډوالو د جمعې په ورځ یوه احتجاجي غونډه کړې، چې سلګونو کسانو پکې برخه اخیستې او د وزیرستان د خلکو تر څنګ ځایي خوستوالو هم پکې ګډون کړی دی.

په خوست کې د وزیرستان د خلکو د قومي شورا مشر ډاکټر حیات خان مسود په دې غونډه کې له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، که څه هم له خپلو کورونو بېځایه کړل شوي دي، خو د نقیب مسود له کورنۍ سره غمجن او ورسره ولاړ دي. حیات وایي د نقیب مسود کورنۍ ته انصاف غواړي:

"نقیب مسود د ریاستي ترهګر راو انوار له خوا په غیرعادلانه توګه شهید کړل شو، موږ نړۍ ته پیغام ورکوو چې پښتانه ټول یو دي، هر ځای چې ورسره ظلم کېږي موږ به یې په ضد ږغ پورته کوو"

​په احتجاج کې شریک یو بل وزیرستانی کډوال شهبازخان مداخېل وایي، دوی د نقیب الله مسود د وژنې په ضد سوله ییز احتجاج وکړ او د پاکستان له عدالتونو غواړي چې د هغه په وژنه کې لاس لرونکي کسانو ته سزا ورکړي:

"له نقیب مسود سره ظلم شوی دی، که یې قاتلینو ته سزا ور نه کړل شي نو موږ به پخپله سزا ورکړو"

شېرعزیز داوړ د احتجاج یو بل ګډونوال وایي، د نقیب الله مسود پر وژنه ټولو پښتنو په ځانګړې توګه ټولو وزیرستاني کډوالو ته درد او غم رسېدلی دی. داوړ وایي نقیب مسود په خوارۍ غریبۍ پسې کراچۍ ته تللی وو او د پولیسو په درواغجنه مقابله کې وژل شوی دی، حکومت باید د هغه له کورنۍ سره مرسته وکړي:

"د نقیب کورنۍ ته دې معاوضه ورکړل شي، بچیانو، مېرمنې او مور و پلار ته دي یې نوکري ورکړل شي"

د احتجاج کوونکو وزیرستانیانو د پاکستان حکومت ته په ګواښ سره ویلي، که یې ږغ وا نه ورېدل شي دوی به د خپل حق د غوښتنې لپاره اسلام اباد ته ځانونه ورسوي او هلته به احتجاجونه وکړي.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ په کابل کې هم د مسودو، وزیرو او اورمړو لسګونو قومي مشرانو او د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو او د مدني ټولنو غړیو د نقیب الله مسود د فاتحه وکړه او د هغه وژنه یې وغندله.

په ۲۰۱۴م کال چې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل شول، نو له کبله یې شاوخوا یو میلین پښتانه بنو، ډېره اسماعیل خان او کراچۍ ته کډه شول او شاوخوا ۷۵۰۰ کورنۍ د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته کډه شوې.