د پښتون ژغورنې غورځنگ او پوځ تر منځ مذاکرات د ځنډ ښکار ولې دي؟

په پاکستاني مطبوعاتو کې د پوځ او د پښتون ژغورنې غورځنگ، پي ټي اېم تر منځه د خبرو اترو په ځنډ قیاسونه کېږي چې دفرېقېنو تر منځه په اختلافي ټکو باندې سلا نه ده راغلې.

تر اوسه نه خو پي ټي ایم او نه پوځ دا سپيناوی کړی دی چې گني روان مذاکرات ولې وځنډیدل، البته د پوځ د خبرو اترو د کمیټۍ یو غړي او پخواني پوځي افسر بریگیډیر سعد محمد خان وي او ای ډیوه ته ويلي دي مذاکرات یو اوږد مهاله عمل دی او ډېر زر دې څوک د څه نتيجو تمه نه کوي.

د اپریل د میاشتې په اخره اونۍ کې د پي ټي ایم غوښتنو ته د کتنې لپاره یوه حکومتي اپیکس کمېټي ټاکل شوې وه چې پوځي افسران، سیاستمداران او ځایي مشران پکې شامل کړې شوي وو.

د پېښور لپاره د پاکستاني پوځ کورکمانډر لیفټینینټ جنرل نذیر احمد بټ په دغه موقع ویلي وو چې د اپیکس کمېټۍ د جوړولو پرېکړه یې د پي ټي اېم د غوښتنو په رڼا کې کړې ده. ښاغلي بټ ویلي وو:

"د دوی [پي ټي ایم] غوښتنې ریښتینې او سمې دي او موږ تیار یو چې د دوی ټولې غوښتنې د آیین په دایره کې تر سره کړو" البته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په خپل یو بیان کې ويلي وو چې په فاټا کې امن راغی نو وس یو بل تحریک شورو شو.هغه ويلي وو "پلان شوي یا د چا په لمسه جوړ شوي احتجاجونه نه منو" جنرل باجوه د احتجاجونو د تحریک نوم نه وو اخیستی، خو پاکستاني رسنۍ وایي، اشاره یې پښتون ژغورنې غورځنگ ته وه.

د پي ټي ایم مهمې غوښتنې څه دي؟

د نقيب الله مسید په قتل کې ککړ پولیس افسر راؤ انوار دې ونیول شي او محاکمه دې کړې شي.

د زرگونو په شمېره کې په زوره بې درکه کړې شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړې شي.

د رښتیاؤ دلټون او د روغې جوړې کمیشن دې وټاکل شي.

په قبايلي سيمه فاټا کې دې جوړې پوځي چېک پوستې ختمې کړې شي.

د پاکستان زیاتره حکومتي وزیران مني د پي ټي ایم غوښتنې د پاکستان د ائين په چوکاټ کې او جایز دي. د پاکستان د سمندري چارو وفاقي وزير ميرحاصل بزنجو وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه ويلي و د پي ټي ایم ټولې غوښتنې "د پاکستان د ائین په چوکاټ کې دي"

تر اوسه د پي ټي اېم په وړومبۍ غوښتنه کې څه پرمختگ شوی دی او په راو انوار د نیول کیدلو ورستو په عدالت کې مقدمه روانه ده. ځيني پاکستاني مطبوعاتو داسې رپورټونه هم ورکوي چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د پوځي چیک پوستو په شمېر کې څه کمی راغلی دی او په ځيني چېک پوستو باندې د پوځ په ځای نیم پوځي علاقايي ځواکونو ته زموارۍ سپارل شوي دي. د ډان اخبار تر مخه یو پوځي افسر جرنل لطیف ويلي دي په جنوبي وزیرستان کې ٩٠ چېک پوستې وې چې اوس پکې یواځې اته پاتې دي. خو د بې درکو خلکو په هکله څه پرمختگ نه لیدل کیږي او نه کوم پاکستاني چارواکي د رښتیاؤ او روغې جوړې د کمیسون د جوړولو څه غږ کړی دی.

د پي ټی ایم یو مهم مشر محسن داوړ وي او ډیوه ته ويلي دي چې د جلسو دا لړۍ به تر هغې روانه وي تر څو چې د دويي ټولې غوښتنې منل شوي نه وي.

د پي ټي ایم په غونډو او غوښتنو په پاکستان کې ځيني خلق د پاکستان سره د دښمنۍ گمان هم کوي. د هېواد د ټيلي وژن د ځینو کوربنو په گډون ځيني پاکستاني وگړي په ټولنیزو رسنیو ليکي دا تحریک دهندوستان او افغانستان په سازش د پاکستان د پوځ د بدنامولولپاره جوړ شوی دی. خو د پي ټي ایم مشران دغه تورنه ردوي او وايي په پاکستان کې د خپلو جایزو غوښتنو لپاره راپورته شوي دي او په د دويي په تحریک شک کول د بې وزلو په زخمونو د مالگو دوړولو په شان دي.