کوټه: ځانمرګي برید کې د پولیسو په شمول ۶ وژل شوي، ګڼ ټپیان

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ سره نژدې بم چاودنه شوي ده

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ سره نژدې بم چاودنه شوي ده او پاکستاني مطبوعات وايي په پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي چې څلور پکې پولیس دي.

چاودنه د ښار په مشهور زرغون سړک شوې، چې د بلوچستان د وزیراعلی او ګورنر دفترونه هم هلته دي. پولیس وایي داسې ښکاري چې دا ځانمرګی برید دی او هدف یې د پولیسو یو موټر دی.

په پېښه کې وژل شوي او ټپي کسان سمدستي د کوټې سېول روغتون ته وړل شوي دي. د روغتون ویاند وسیم بېګ رسنیو ته ویلي، چې په ټپیانو کې تر اوسه ۶ کسان وژل شوي چې څلور پکې پولیس ښوول شوي دي

په چاودنه کې ۱۷ تنه ټپیان شوي هم دي، چې په هغوی کې هم د ځینو حالت مرګونی بلل کېږي او کېدای شي د مړیو شمېر زیات شي

چاودنه اسمبلۍ ته نیژدې پر جي.پي.او چوک په داسې وخت کې شوې، چې په اسمبلۍ کې د وزیراعلی نواب ثناؤالله زیهري په ضد د بې باورۍ د رایو ورکولو لپاره غونډه روانه وه او پر زرغون سړک په لسګونو پولیس د امنیت ساتلو لپاره ولاړ وو.

پولیس چارواکي وایي، په چاودنه کې له ۱۵ تر ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي دي.

د پاکستان جیو ټیلي وژن خپل رپورټ کې وايی چاودنه د کوټې په زرغون سړک د جي پي او سره نژدې د پولیس یو ټرک په خوا کې شوي ده.

په کوټه کې چاودنه په داسې حال شوي چې د صوبې اعلا وزیر ثنا الله زهري د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړې ده. په صوبه کې سیاسي کړکیچ د وزیراعلا خلاف په صوبايي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک د وړاندې کیدو په نتیجه کې راپورته شوی و.

د کوټې یو لوړ رتبه پولیس افسر فرخ عتیق ددې خبرې تصدیق کړی چې د نهې، سه شنبې، په ورځ د چاودنې هدف پولیس و.

په سمدستي توگه کومې ډلې د چادونې ذمه واري په غاړه نه ده اخیستي.