امریکې د ایران په دوو پوځي سمندري جهازونو سایبر حمله کړې

د کال ۲۰۱۵ په دې تصویر کې د عدن په خلیج کې د امریکې سمندري بېړه لیدل کېږي

د ایران د حمایت یافته وسله والو په ډرون حمله کې د دریو امریکايي عسکرو د وژل کېدو په بدل کې امریکې دا میاشت د ایران په دوو پوځي سمندري جهازونو سایبر یا د انټرنېټ دلارې حمله کړې.

یو امریکايي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وایس اف امریکا ته وویل په سایبر حمله کې په هدف شوې د یوه سمندرۍ بېړۍ اېم وي بهشاد وه چې په بحیره احمر او د عدن په خلیج کې یې په سمندري جهازونو استخباراتي معلومات راټولول. په حمله کې په هدف شوي دویمه کشتۍ سمندري جنګي جهاز و.

امریکايي چارواکي وویل په بهشاد نومې بېړۍ د حملې مقصد د جهاز دا صلاحیت ختمول وو چې د یمن حوثي باغیانو ته سمندري جهازونه په نخښه کولو دپاره معلومات ور نه کی شي. د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې حوثي باغیانو حماس سره یوالی ښودلو دپاره په بحیره احمر او د عدن په خلیج کې په سمندري جهازونو ګڼ شمېر حملې کړې دي.

د امریکې د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون دا میاشت خبرداری کړی و چې کله په امریکايي ځواکونو حملې کېږي او امریکایان وژل کېږي نو په غېر معلومه ډول به ورته سخت جواب وېل کېږي.

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، ترجمان مېجر جنرل پېټ رایډر وي او ای ته په ایراني جهازونو د سایبر حملې په اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه.
د ایران په ایران سمندري کشتیو د حملې خبر وړمبی اېن بي سي نیوز خپور کړی و.

امریکايي چارواکي په عمومي توګه د سایبر حملو په شمول خفیه عملیاتو په اړه معلومات نه شریکوي.

د فېبرورۍ په دویمه نېټه امریکايي ځواکونو په شام او عراق کې په اووه ځایونو د ایران حمایت یافته وسله والو په هدفونو حملې وکړې.

د دې یوه ورځ وروسته امریکايي او اتحادي ځواکونو په یمن کې د حوثي باغیانو په 13 مرکزونو حملې وکړې.

د فېبرورۍ په اوومه نېټه امریکې په ډرون حمله کې په بغداد کې د کتایب حزب الله نومې ډلې یو کمانډر ووژلو. په هغه الزام و چې په سیمه کې په امریکايي ځواکونو د حملو په منصوبه بندۍ او په حملو کولو کې په مستقیم ډول ککړ و.

پېنټګان وايي د فېبرورۍ د څلورۍ نېټې راهسې په شام او عراق کې په امریکايي ځواکونو نورې حملې نه دي شوي.

د اکتوبر په میاشت کې د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې ایران پلوه وسله والو په شام، عراق او اردن کې په امریکايي ځواکونو د 160 نه زیاتې حملې کړي دي.

په زیاترو حملو کې د امریکايي ځواکونو څه نقصان نه دی شوی خو د جنورۍ په اخېره کې په اردن کې د امریکايي ځواکونو په مرکز په ډرون حمله کې درې امریکایي عسکر ووژل شوو او تر 40 پورې نور زخمیان شول.