څېړونکي: پاکستان په جنوبي اسیا کې د امریکا لپاره نور لومړیتوب نه لري

امریکايي مامورین وايي پاکستان دې د وسله والو خلاف عملي اقدامات وکړي. په دې تصویر کې د جماعت الدعوه ډلې پخوانی مشر حافظ سعید لیدل کیږي. امریکې دده په نیولو د ١٠ میلنه ډالرو انعام اعلان کړی خو دی په پاکستان کې ازاد گرځي

ټاکل شویده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف به نن د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټیلرسن سره خبرې وکړي.

دغه خبرې پداسې حال کې رامنځته کیږي چې د افغانستان په اړه د ولسمشر ډانالډ ټرمپ نوې تګلارې پر پاکستان په دریو برخو کې فشار راوستی.

یو له هند سره د امریکا د اړیکو پراخوالی، دوهم د پاکستان لخوا په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو د شتون نه منل او دریم د هغو ادعاو په برخه کې چې پاکستان په ګاونډي افغانستان کې ستونزې جوړوي.

خو اسلام اباد ویلي چې دوي د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د امریکا یو اغیزناکه ملګری دی او په افغانستان کې له سولې پرته بل څه نه غواړي.

دا هغه خبرې دي چې خواجه اصف به یې له واشنګټن څخه د خپل سفر پرمهال امریکايي چارواکو ته وکړي.

پاکستان د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې تګلارې څخه چې اعلان یې اوږد وخت ونیوه سخت زوریږي.

پدغې تګلاره کې له کابل سره د ترهګرو په وړاندې جګړه کې د زیاتو مرستو یادونه شوې او پکې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا باندې ټینګار شوی.

په دغې تګلاره کې په محافظه کار پاکستان باندې فشار زیات شوی چې د ترهګرو د جرړو په له منځه وړلو کې دې زیات څه وکړي چې ځینې یې ددغه هېواد استخباراتي کړیو پورې اړه لري.

په هرصورت له له پاکستان سره د امریکا د اړیکو خرابوالی پدې معنی دی چې په پاکستان باندې به د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستې بندې شي.

د ترهګرو د ملاتړ پر سر له امریکا سره د پاکستان د اړیکو له خرابوالي وروسته اوس پاکستان هڅه کوي چې له چین، روسیې او د سیمې له یوشمېر نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي.

د پاکستان د پوځ یو پخوانی جنرال محمود شاه امریکا غږ ډیوې ته وویل چې تر ټولو رښتینې پالیسي به دا وي چې پاکستان د سمیزو طاقتونو لکه چین، روسیې، ایران او ترکیې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

ده زیاته کړه چې پاکستان له امریکا سره د اوږدې مودې راهیسې ملګرتیا درلوده خو پاکستان پدې ملګرتیا کې تاوان وکړ او هېڅ ګټه یې وه نه کړه.

په واشنګټن کې بیا د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه سد انېند دومې امریکا غږ ډيوې ته وویل چې که پاکستان د ترهګرو ملاتړ پرې نه ږدي نو امریکا ښايي په راتلونکې کې په پاکستان بندیزونه ولګوي او ښایي د ترهګرو په پټنځایونو باندې د ډرون بریدونو وکړي.

اصلي خبره دا د چې پاکستان ته باید ښکاره پیغام ورکړل شي چې هغه څه چې پخوا زغمل شوي وه نور به وه نه زغمل شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پینس د تیرې میاشتې په ورستیو کې د ملګروملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره وکتل خو کله چې د امریکا د دفاع وزیر جیم ماټیس پدې وروستیو کې نوي ډلي او کابل ته سفر درلود نو پاکستان ته ولاړ نشو.

افغان سیاسي کارپوه مطیع الله اباسین وویل چې پاکستان ته د ماټیس نه ورتګ دا پیغام ورکوي چې پاکستان نور د واشنګټن باور له لاسه ورکړی او که په خپلې تګلاره کې بدلون را نه ولي نو ډیر به یواځې پاتې شي.

ده وړاندې وویل امریکا نور له پاکستان سره نرم چلند نه کوي ځکه د واشنګټن چارواکي اوس پدې پوه شویدي چې پاکستان د کلونو راهیسې دوه مخې لوبه کړې او دا باید بنده شي.

اباسین زیاته کړه امریکا غواړي په سیمه کې یو ځواکمن او رښتینی ملګری ولري او هغه هندوستان دی چې پدغو شرایطو برابر دی.

د امریکا ددفاع وزیر جیم ماټیس ویلي چې واشنګټن به نور د ترهګرو پټنځایونه وه نه زغمي او له هند سره به له نږدې کار وکړي چې د جنوبي اسیا ستونزې حل کړي.

په واشنګټن کې د وډرو ویلسن مرکز څخه مایکل کوګلمن چې د افغانستان او پاکستان په چارو کې کارپوه دی وایي دا ډیره ښکاره ده چې د ټرمپ اداره پاکستان ته د ملګري پرځای د یوې ستونزې په سترګه ګوري.

ده وړاندې وویل زه فکر کوم چې پاکستان نور د جنوبي اسیا لپاره د امریکا په سیاست کې لومړیتوب نه لري.