یمن ته به د پاکستان پوځ ولې ځي ؟

د سعودي عربستان کلک ولاړ ملگری هیواد پاکستان واېي که په سعودي عربستان څه قسمه یرغل وشو نو په هر قيمت به یې سخت ځواب ورکوي – دا وخت سعودي عربستان د پینځه خليجي هیوادونو په شمول د لسو ایتلافي هېوادونو د سلو هواېي جنگي جهازونو سره په یمن هواېي حملې شورو کړي- او په زمکه د اوسیدونکو یمنیانو دمرگ ژوبلې او د هغوېي د کورونو ویجاړیدلو خبرونه هم راتلل شورو شوي دي-

ایا د سعودي په یمن حمله جائېزه ده؟ ددغه تپوس ځواب که د سعودي پاچاهان د خپل "عظمت او تقدس" خلاف گڼي خو خپله د تر هگرۍ د لاسه د بې کچه ستونزو سره مخ پاکستان ، اخر په هر قيمت د سعودي دفاع ولې کوي او ایا په هر قيمت د خپل اولس تحفظ ولې نه شي کولې؟ پاکستان کې د سعودي عربستان د وهابي نظریې مننونکي طالبانو د حکومتي، سیاسي، مذهبي او پوځي مشرانو په گډون نزدې پنځوس زره خلق وژلې – په پاکستان کې طالبانو د پوځي مرکزي دفتر (جي اېچ کیو) نه علاوه د نیوي او هوایې ځواکونو په مرکزونو ، هوایې ډگرو، په غیر ملکي لوب ډلو، سفارت خانو، جیلونو، سکولونو او جماعتونو ه بې شمیره کامیابه حملې کړي او د ریاست دفاعي او انتظامي توان ته یې سوالیه نښه لگولې- بل پلو ته که یو خوا د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې دلال مسجد مُلیان د ریاست قانون نه مني نو بلې خوا ته په هیواد کې د بیلتون غوښتونکو تحریکونه روان دي – او ددې نه علاوه د پاکستان پوځ په غربي پوله نزدې دوه نيم زره کلوميټره اوږد سرحد د خپل کورني یرغلگر طالب خلاف هم په جگړه کې بوخت ښکاري -

د پاکستان لخوا په یمن کې جگړې ته د پتون وهلو وروستو په هیواد کې د حکومت مخالقه سياسي مشرانو، دفکر خاوندانو او اولسي ټولنې منفي ردعمل ښودلې- د مخالفه گوندونو مشر ښاغلي خورشید شاه ویلي حکومت له ددغه شان فیصلې کولو نه وړاندې پارلیمان سره صلاح پکار وه- د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ویلي پاکستان په ځایې ددې چې د جنگ برخه جوړشي د صُلې راوستو هڅه دې وکړي – د عوامي نیشنل گوند سینیټر افراسياب خټک ویلي د پاکستان ځواکونو لیږلو فیصله به په هیواد کې فرقه ائیزه انتشار راوپاروي- په ټولنيزه رسنیو کې چټک غبرگون ښودل شوې دی او زیاتره خلقو ددغه فیصلې مخالفت کړی دی- د پاکستان د ځواکونو پخواني اعلی افسر اود دفاعي چارو څیړونکې اسدمنير د "رینټ- این-ارمي - پوځ په کرایه" هیش ټیگ# سره ليکلي، پاکستان باید خپل ځواکونه یمن ته نا بونیر ته ولیږي، د بونیر په ایلم غر کې د ډیرې مودې راهسې د طالب وسله والو پټې ځالې دی او وخت په وخت په ځاېي خلقو، سپين روبو، سیاسي مخوريزو او په امنيتي عسکرو حملې کوي- د سميزه چارو څیړونکي او کالم ليکونکي ډاکټر تقي هم په ټویټر ویلي یمن ته د پاکستاني ځواکونه تگ به ښه فیصله نه وي او واېي دغه یوه داسی غَره ډوبه سیمه ده چې د پاکستان ځواکونه به په کې ښکیل شي- څیړونکي رضا رومي هم د ځواکونو لیږلو په فیصله فکر مندي ښکاره کړی ده-

دا وخت د سعود عربستان په ډله کې، قطر، کویت، بحرين، متحده عرب امارات، لیبیا، عراق،اومان، مصر، مراکش، او سوډان شامل دي- د سور سمندر او عدن خليج سمندر په غاړه پروت هیواد یمن موجوده ابادي 26052966 ده او رقبه ېی 527 968 کلوميټره ده - یو خوا ته یې اومان اوبلې خوا ته یې سعودي پروت دی- د امامِ شافعي مننونکي سُني مسلمانان پکې 52 فيصده(سلنه) او یذیدي شیعه مسلمانان پکې 42 فيصده(سلنه) دي- جي ډي پي یې 61.63 بیلینه ډالره ده – د سعودي رقبه د ېمن نه دوه چنده زیاته 2149690 کلوميټره ده - ابادي یې 28828870 ده او جي ډي پي یې 777 بیلینه امريکاېی ډالره ده-

سعودي خپله یو غټ طاقت دی او د تیلو په سمندر پراته نور هیوادونه یې هم اوږه په اوږه ولاړ دي - بلې خوا ته د یو ورکوټي کمزوري هېواد د 42 فيصده(سلنه) شیعه یاغیانو غیر تربیه شوې قبائل دي چې زیاتره پکې کمزوري بوډاگان دي – بلی لوري ته د سعودي نظریاتي مخالفه هېواد ایران دسعودي عربستان په مخالفت کې دړکې ضرور کړي خو په ډاگه نه هلته د یمني شیعه مسلمانانو د کومک لپاره د ځواکونو لیږلو پریکړه کوي او نه یې د ملگرتیا د توان نه څوک خبر دي –

په داسې کې تپوس دا پیدا کیږي چې اخر سعودي عربستان د پاکستان نه ځواکونه ولې غواړي او اخر پاکستان دا ولې واېي په هر قيمت به د سعودي عربستان دفاع کوي؟

د پاکستان او د سعودي عربستان مشران وخت په وخت واېي د دواړو اسلامي وروڼو هیوادونو بې لالچه، کلکه، رڼه او پخوانۍ یارانه ده- په 1979 کې په خانه کعبه د وسله والو د یرغل په وخت د پاکستان پوځ لخوا چټک کومک شوې ؤ- دهغې وروستو په 1982م کې د سعودي په خواست د اویا یم او اتیا یم په لسيزه کې د پاکستان پينځلس زره ځواکونه په سعودي کې گمارل شوي وو- چې ځينې پکې د اسرائیل ،اردن او سعودي په پُوله وو- د خليج جنگ په وخت نزدې پينځلس زره پوځي مشيران او عسکر د سعودي په خاوره موجود وو-

پاکستاني ځواکونه د دوه اړخيزه لوظنامو لاندې د سعودي عربستان د خارجي او داخلي دفاع چارې هم پوره کوي- د ځاېي افسرانو د تربیې کارونه هم کوي- او ددغه خدمت په بدل کې د سعودي عربستان نه ښه ډیر مالي کومک هم اخلي، د اسلام د خدمت او دفاع مقصد یې هم پوره کېږي او د لکونو د پوځ ساتلو جواز یې هم پیدا کیږي – که څوک مني او که نا خود پاکستان د وړاندې نه خپل پوځ سعودي ته په کرایه یا د ثواب په خاطر ورکړ ی دی– او وس هم که د پاکستان پوځ لاړو نو د جنت او د ډیرو ریالونو گټلو د لویې مقصد دلاسه که په پاکستان کې څه لږې ډیرې فرقه ایزه انښتې یا مظاهرې کیږي نو څه پرې-هم خرمه او هم ثواب – غریبانان پاکستانیان خو د پخوا را هسې ددغه مصيبتونوعادت دي- او که ځواکونه یې په یمن کې ښکیل کیږي نو هم څه لویه خبره به نه وي- هاغه د پښتو یومتل دی - سل په لالي پورې دا یوه پری د بنگړو