د خېبر پښتونخوا د خزانې وزارت ویلي، په روان مالي کال کې د 30 مې پورې د صوبې په بندوبستي ضلعو کې د بجټ 77 فيصده برخه خرچ کړی شوې ده.
د خېبرپښتونخوا د څو ضلعو په غرونو/ ځنګلونو د لګيدلي اور په اړه چارواکي وايي، په زياترو علاقو کې لګيدلي اورونه مړه کړی شوي خو په سوات او شانګله کې په ځينو ځايونو کې نن هم د اور لګېدو پېښې رامنځته شوي دي.
د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن د مشرانو جرګه نن د شورو/چهارشنبې په ورځ (لومړي جون) د پېښور نه کابل ته رسېدلې ده، د جرګې غړو کابل ته روانيدو نه وړاندې وي او اې ډيوه ته ويلي وو نزدې 50 کسيزه جرګه افغانستان ته د تحريک طالبان پاکستان سره خبرو د پاره ځي.
د پاکستان د لوري د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د خبرو دپاره د جوړې جرګې غړي وايي، په څو ورځو کې د طالبانو سره خبرو له ځي، او هيله لري چې جوړ جاړی شي.
په افغانستان کې د تحريک طالبان او پاکستاني چارواکو د روانو خبرو اترو په اړه څيړونکي وايي که دا وسله وال په څه شکل هم خپلو سيمو ته بیرته راستانه شو نو غالب امکان دی چې څه موده غلي شي خو بیا به دوی خپلو وسله والو عملياتو ته لاس اچوي.
څيړونکي وايي عمران خان د هر سياسي کمپاين پېل د خېبر پښتونخوا نه ځکه کوي چې هغه دلته د مذهب کارډ کاروي په دغه نعره او د صوبې په وسايلو کارولو زيات خلک راټولولی شي.
د باجوړ پوليس وايي په ناوګۍ علاقه کې قهرجنو مظاهره چیانو په پوليس تاڼه کې د قتل په تور نيول شوی تن په تشدد وژلی، او د تاڼې ودانۍ ته يې اوور اچولی دی، پوليس وايي پېښه کې ککړ کسان نيول کيږي او تراوسه يې د 25 پورې کسان نیولي دي.
نور کتل