د مطبوعاتي راپورونه ترمخه د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ختيځه ننګرهار صوبه کې طالب چارواکو ويلي، د ډېورنډ په پوله د لال پورې په علاقه کې د پاکستاني ځواکونو لخوا لګول شوی د سيمو ازغن تار يې لرې کړی دی.
خیبر، مهمند او باجوړ دخیبر پښتونخوا صوبې هغه درې ضلعې دي چې پکې د دسمبر په 19 نیټه په لمړي وړومبي پړاؤ کې بلدياتي ټاکنې ترسره کیږي.
په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو میاندې اؤ پلرونه وایي په عدالتونو کې ددغې پېښې داړوند قضېو پرېکړو ته د ډير وخت نه په انتظار دي۔
پاکستان کې بیلابېلو حکومت مخالفه ساسي ګوندونو د مرکزي حکومت لخوا صوبو ته د ورکړل کيدونکو پرمختیایي پنګو دایسارولو غندنه کړې او دا يې يو غېر ایيني عمل بللی دی۔
زيارت د ورځې راپديخوا د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د ډز بندۍ ختمېدو وروسته ټي ټي پي په دوو ورځو کې د دريوؤ بريدونو ذمه واري پغاړه اخستې ده.
په اتم نومبر د پاکستان حکومت او طالبانو ترمېنځه د يوې مياشتې پورې د اور بند معاهده شوې وه، په دې دوران د پاکستاني طالبانو لخوا د کوم بريد زمه واري په غاړه نه ده اخستل شوې خو په وزيرستان او باجوړ کې وخت په وخت په امنیتي سرتيرو او سياسي غړو باندې بريدونه شوي چي د څو زمه وارۍ پکې داعش ډلې منلې وې.
د چارسدې پوليس وایي په ۲۸م نومبر دمنډني تاڼې او پوليس چوکيو سوځولو تور کې يې د سلو نه زيات تنان نيولي اؤ د نورو نيولو د پاره عمليات روان دي۔
د بشري حقونو فعالان وایي ادريس خټک ته په پوځي عدالت کې د څوارلسو کالو د بند سزا ورکول به د شري حقونو دنورو فعالانو غږونه هم غلي کړي.
د قبايلي ضلعو داصلاحاتو دپاره دقبایلي سيمو دځوانانو جرګه چې کال ۲۰۱۷ کې جوړه کړی شوې ددغه جرګې غړې وایي دوئ يو ځل بيا خپله جرګه فعاله کړې ترڅو قبايلي ضلعو کې اصلاحات عملي شي او دوئ سره شوې وعدې پوره شي۔
دنيا بي بي وايي تعليم يې نه دی کړی خو غواړي چې د علاقې د ښځو پرمختيا د پاره کار وکړي، وايي کومه علاقه کې چې دوی اوس کمپېن کوي دې علاقه کې وړاندې بد امني وه او ښځو ته د بهر وتلو اجازه نه وه
د امتیاز احمد په پسماندګانو کې د هغه کونډه مېرمن، څلور لوڼه او یو زوی پاتې دي. د امتیاز احمد ورور فياض احمد وايي د ورېرو او د وراره په یتيم کيدو غمجن دی
څيړونکي وايي د پاکستاني طالبانو سره وړاندې شوې معاهدې ناکامه شوي دي او د دغه تنظيم سره چې کله هم معاهدې شوي په دغه وخت کې يې بيا ځان نور پیاوړی کړی دی، او دا ځل چې هم د طالبانو سره مذاکرات د پارلیمان د مشورې پرته روان دي کم امکان لري چې اولسي ملاتړ ترلاسه کړي.
ځایي محکمې دپاکستان د احتساب دملي ادارې په خواست دسوات مالم جبې دغبن دوسیه کې د صوبې دپخواني وزیر اعلا پرویز خټک اؤ نورو چارواکو په ضد دپلټنو ختمولو امر کړی دی.
په ميډيا،ټولنيزو رسنيو،قانون پوهانو او دحکومت مخالفه سياسي ګوندونو د پارليمان غړو لخوا د پاکستان واکمن ګوند تحريک انصاف حکومت باندې دلاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک لبېک سره دشوي تړون په پټ ساتلو کلکې نيوکې روانې دي۔
د خېبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې پوليس ډي اېس پي اياز محمود وي او اې ډیوه ته وویل د جمعې په ورځ د دوو تنانو ترمینځه د کونترو د لېن دېن په سر جګړه شوې او يو تن پکې ووژل شوی دی.
د سوات د ښځو د جرګې مشر تبسم عدنان وايي دلته ښځو ته په جرګو کې د ناستې اجازت نه ورکړل کيږي۔ د هغې خاوند،ورو،پلار يا بل کوم تن په جرګه کې د ښځې استازیتوب کوي او اکثر هغوئ د ځايې رواجونو له وجې د ښځو قانوني حق نه د جرګې دلارې د رواج په نوم لاس پسر شي
حکومتي شمېرې ښايې په ټول ملک کې د مثبتو پېښو کچه د تېرو نهو ورځو نه د دوه فيصده نه کمه روانه ده او د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي په صوبه کې دغه کچه د تيرو څو ورځو راهسې د يو فيصد نه هم راکمه شوې ده.
د کرکټ د شل اووريزه نړيوال کپ سيالۍ چې د نن نه پېل شوي وړومبنیو مېچونو کې د سري لنکا او بنګله دېش او دپاکستان او هند لوبډلې يو بل ته مخامخ کيږي۔
پاکستان او ترکي به په ګډه د صلاح الدين ايوبي په ژوند د ټي وي ډرامې سيريز جوړوي، د پاکستان وزير اعظم عمران سره د پاکستاني او ترکي پروډيوسرانو له ليدنې روستو يو خبر کې ويل شوي ددې ډرامې په جوړولو به د راتلونکي کال د اپرېل مياشتې نه کار پېل کيږي۔
نور کتل