د پاکستان د بلوچستان صوبې د لورالايي ضلعې د پوليس چارواکو په خبره د تېر اتوار/ يکشنبې په ورځ د بوري د سېلګرۍ په کوهار ډيم سيمه کې په يوه پېښه کې 17 کلن ځوان اسرار خان وژل شوی او د هغه درې نور ملګري ټپي کړل شوي دي. د پېښې په ضد نن سياسي ګوندونو او پي ټي اېم احتجاج کړی او ښار یې احتجاجاً تړلی دی.
د پاکستان د بلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد پوليسو سي ټي ډي دعوه کړې چې د اتوار/ يکشنبې په ماښام يې د بلوچستان په مستونګ سيمه کې په عملياتو کې پينځه ترهګر وژلي چې پکې یو د داعش ډلې کمانډر هم شامل دی.
د پاکستان د بلوچستان صوبې د پوليس چارواکو په خبره پخوانی جج او د هغه يو بل خپلوان د بلوچسان په خاران ښار کې د دوی کورته په نزدې جماعت کې د لمانځه پر وخت په وسلوالو له لوري په نخښه شوي دي.
وي او ای ډيوه سره خبرو کې فريده ترين وايي " تېره ورځ د کابو سيمې يو شپارس کلن ځوان لادرکه شوی و او نن د هغه مړی په ياده سيمه کې غورځول شوی و، چې کله د هغه خپلوان او امنيتي ځواکونه يادې سيمې ته رسېدلي په هم دې وخت چاودنه شوې ده."
د بلوچستان پوليسو د ګواښ په خبر/يا تهرېټ الرټ اعلاميه کې لیکلي د شمالي بلوچستان په ژوب، قلعه سيف الله، لورالايي او زيارت سيمو کې د ناامنۍ د پېښو کېدو ويره ده.
د لا درکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکي تنظيم ”وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسنز” دعوه کړي چې د بلوڅ ځوانانو په نا قانونه توګه لا درکه کولو کې زياتوالی راغلی دی. د تنظيم په وينا په تېره يوه اوونۍ کې څلور بلوڅ فعالان او د تيرو دوه مياشتو په موده کې تر 40 زياته بلوڅان لادرکه شوي دي.
د بلوچستان صوبې د هرنايي ضلعې په خوست سيمه کې چې له تېرې يوه نيمې مياشتې راهسې احتجاجي پرلت روان دی، د احتجاجي پرلت د کمېټۍ غړی وهاب کاکړ وي او اې ډيوه ته وايي، د حکومت له لوري د دوی د غوښتنو د منلو اعلانونه شوي خو په عملي توګه نه دي پوره شوي ځکه دوی له هرنايي څخه حرکت کوي او په کوټه کې پرلت کښېنوي.
بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې دعوه کړې چې پرون د بلوچستان په هرنايي ضلع کې د پاکستاني پوځ هيلي کاپټر دوی را غورځولې خو پوځ ويلي هيلي کاپټر د تکنيکي خرابۍ له امله غورځېدلی وو په ياده پېښه کې شپږ پوځي افسرانو ژوند له لاسه ورکړی وو.
د صحت محکمې ډپټي دايريکټر، ډاکټر محمد رفيق وايي په بلوڅ مېشت ضلعو صحبت پور، جعفر اباد، نصير اباد او جهل مګسي کې لا هم د سېلاب زياتې اوبه ډم ولاړې دي چې له کبله يې د خلکو په مرسته کولو کې حکومت او د صحت محکمې کارکونکي له مشکل سره مخ دی
د کوټې د سيول روغتون وياند وسيم بېګ رسنيو ته په یو بيان کې ليکلي چې په پېښه کې د مړه شوي يوه تن جسد او ديارلس ټپيان سول روغتون ته ور وړل شوي، وايي ټپيان د روغتون په ټراما سېنټر څانګه کې تر درملنه لاندې دي
په بلوچستان صوبه کې د جون له پينځلسمې د پشکال بارانونه پيل شوي چې له کبله يې د بلوچستان 34 واړه ضلو کې سېلابونه راغلي او په زيات شمير مالي او ځاني زيانونه يې هم اړولي دي
د افتونو پر وخت د مرستې ايالتي ادارې پي ډي ايم اې ترمخه د بلوچستان صوبې د 34 ضلعو څخه 32 اغېزمنې شوي دي، او په مجموعي توګه څلور لکه ته نزدې خلک بارانونواو سېلابونو اغېزمن کړي دي.
نور کتل