په قانوني مسوده کې په کم عمرۍ کې هلک یا جینۍ ودوونکو ته درې کاله د قېد سزا تجویز شوي ده او د دغه کم عمر ودونو کونکيو مور او پلار ته دې هم د دوه کالو قېد سزا ورکړی شي. په مسوده کې دا هم وېل شوي چې عدالت دې د داسې قسمه مقدمو فېصله په نوي ورځو کې د کولو پابند کړی شي
زمکني ماینونه اؤ د زمکې لاندې ښخ کړل شوي نور چاودیدونکي مواد اوس هم په ځېنو قبایلي ضلعو کې دخلکو په ځانګړي ډول د وړو ماشومانو اؤ امنیتي ځواکونو ژوند ته ستر خطر دی.
دسياسي او امنيتي چارو څيړونکي وايي د پاکستان ګاونډي هېواد افغانستان نه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته که بد امني او بې ثباتي سیوا شي نو د دې بدې اغېزې به په پاکستان هم کیږي
د حکومتي فېصلې ترمخه د پروفېشنل يا د انجينېرنګ او د ميډيکل کالجونو نه علاوه چې په صوبه کې څومره هم سرکاري يونيورسټۍ په صوبه کې دي په هغې کې به د مذهبي اقليتي زدکونکو لپاره په دغه دوه فيصدي کوټې باندې عمل کيږي
ددغه پروګرام په هکله پاکستان په حکومت په سوشل ميډيا يا ټولنيزو رسنيو تنقيد کيږي او په اسلام اباد کې يو صحافي مطيع الله جان په سوشل ميډيا ددغه پروګرام لاندې پاکستان ته د ورکړل کېدونکو وريژو دبوجۍ يو عکس باندې ليکلي "په بوجۍ کې بند د پاکستان د عزت نفس مړی"
د قانون د وفاق د وزارت د لاندې هم د دغه قانون د عملي کولو او دې کې مشورې ورکولو د پاره د حکومت د ځانګړې غړې او د پېښور هايي کورټ یو وکيله مهوش محب کاکاخېل وايي که دغه خصوصي عدالتونه جوړ شي نو داسې د جبري جنسي فعل د مقدمو فېصلې به هم زر کيږي
په خیبر پښتونخوا صوبه کې د اپرېل نولسمې نېټې نه دنهم نه تر بره ټولګیو زده کوونکو دپاره تعليمي ادارې بيا پرانستل شوي دي او په ټولګیو کې د زده کړې عمل پېل شوی.
دپېښور پولیس وایي دابرار حسېن نومې یو وکیل په خواست یې دمحکمې په امر لاهور، کراچۍ، اسلام اباد او نورو ښارونو کې په اتم مارچ دښځو شوي لاریون کې د برخه اخستونکو په ضد مقدمه درج کړې ده.
تېرو دوؤ مياشتو کې د پښتنو د حقونو د غږ پورته کوونکي تحریک پشتون تحفظ مومنټ دشپږ غړو نومونه دترهګرۍ په ضد جوړ د کال ۱۹۹۷ دقانون د اساس شیډول فور يا څلورم شیډول ته اچول شوی دي.
تر دې وړاندې د القاعده دمشر اسامه بن لادن په معلومولو کې دتورن شکیل اپریدي یو وکیل سیمع الله اپریدی وژل شوی اؤ قانون پوهان وایي اوس باید معلومه کړل شي چې کوم دریم فریق دشکیل اپریدي بل وکیل عبداللطیف اپریدی خو دقانوني شخړې دلارې نه په نخښه کوي؟
د سند صوبې د اوقاف محکمې په کراچۍ کې د فنانشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف ای ټي اېف د شرایطو د لاندې د معلومات ترلاسه کولو په غرض جوماتونو ته دغه سوالنامې لېږلې
ګلالۍ اسماعيل هم د ټوېټر د لارې په خپل يو پېغام کې د پلار د ضمانت خواست په خارج کېدو اندېښمني وښودله. هغه وايي نن د هغې پلار عدالت ته هم وړاندې نه کړل شو
د پاکستان سترې محکمې يا سپريم کورټ وئيلي طالبان پاکستان کې د قضیو پرېکړو کولو لپاره قانوني واک نه لري او د دوي پرېکړې يا فېصلې په پاکستان کې د منلو وړ نه دی.
نور کتل