د خېبرپښتونخوا په بنو جاني خېل کې د ناامنۍضد لویه احتجاجي غونډه شوې احتجاج کونکو ویلي د ناامنۍ سره مخ دي د علاقې خلک په بې رحمۍ سره وژل کیږي خو دوی ته تحفظ نه ورکول کیږي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د شورو په ورځ د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې ډېره اسماعیل خان کې یوې د ستورې ته په وینا کې ویلي په څو ورځو کې به د قامي سلامتيا غونډه رابلل کيږي او د صوبايي حکومتونو او امنيتي ځواکونو په مرسته به د ترهګرۍ خطره ختم کړل شي.
دافتونو په وخت د نظم ساتنې ادارې پي ډي ایم د مې د میاشتې نه وروسته د 6000 نه زیاتو د شمالي وزیرستان د بې کوره کورنیو مرستې تړلي چې ویلي یې وو د دوی علاقې پرانستل شوي او دوی دې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګرو وژلي، اووه تسليم شوي او درې ګرفتار شوي دي. پوځي وياند د وسله والو سره په جګړه کې د یو صوبېدار په ګډون د درېو عسکرو وژل کېدل هم تاييد کړي دي.
د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میرانشاه کې په ډزو د ویشتل شوو دوو کسانو مړي موندل شوي او په تانک ضلع کې د دوو کسانو سرونه غوڅ کړل شوي دي او د جاسوسۍ الزام پې لګول شوی دی. دغه کسان د تانک ضلعې د منځۍ سیمې ځایي اوسیدونکي دي
د خېبرپښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله والو تيره شپه د واڼه په پولیس تاڼه بريد کړی، چې پکې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان/ ټي ټي پي د بريد زمه واري منلې ده.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع بره جنوبي وزيرستان کې په یوه ماين چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی او بل ژوبل شوی چې عمرونه یې نزدې اته او لس کاله دي.
په بنو کې په وسله وال برید کې یو پولیس اهلکار وژل شوی تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] یې زمه واري منلې ده، د بنو په جاني خېل کې تیره ورځ هم دوه کسان په هدفي برید کې وژل شوي وو.
په ټانک ضلع کې د ناامنۍ اوبنیادي اسانتیاو د نشتوالي پرضد کاربندیز او احتجاجي مظاهره شوې بل لور ته د ډېره اسماعیل خان په درازنده سیمه کې د تښتول شوي تن انصاف شیراني معلومولو دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی او غوښتنه کوي چې د هغه په تښتولو کې ککړ کسان دې معلوم شي.
د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان کې په ماين چاودنه کې يوه زنانه ژوبل شوې ده، بل لور ته چارواکي وایي، د افغانستان سره په پوله د شمالي وزیرستان په شیوا علاقه کې يې عمليات کړي او د يو ترهګر د وژلو دعوه يې کړې ده.
افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ نښته کې یو پاکستانی عسکر او یو وسله وال وژل شوي بل لور دوه ورځې وړاندې په میر علي سیمه کې د وژل شوو کسانو د پېښې په ضد په بنو کې احتجاجي مظاهره شوې ده.
نور کتل