TV Schedule
بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
د بي بي شېرینې په ننۍ خپرونه کې به د سیمې او نړۍ تازه او مهمو خبرونو او رپورټونو تر څنګ په ګرانۍ او د پاکستان په اقتصادي چیلنجونو هم بحث کوو. څیړونکي وايي پاکستان دا وخت د سخت اقتصادي بحران، ګرانۍ لوړۍ کچې او د ډالر په مقابله کې د روپې بې قدره کیدو د چېلنجونو سره مخ دی. یو اقتصاد پوهه به په خپرونه کې به دې چیلنجونو بحث کوي. د خپرونې کوربنې نګین شاه او بهشته تلاش دي. د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
د پاکستان په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د مبینه مداخلت معاملې ته کتنې دپاره د ملک سپریم کورت اووه کسیزه بېنچ جوړ کړی دی.
د پاکستان په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د مبینه مداخلت په لړ کې د اسلام اباد هاي کورټ د ججانو د خط معاملې ته کتنې دپاره سپریم کورت اووه کسیزه بېنچ جوړ کړی دی. بلخوا Pakistan Law and Justice Commission وايي په ملک کې د ښځو وکېلانو شمېر 17% او دغه شان په سترو ججانو کې هم د ښځو ججانو شرح 5.5% ده. په دې موضوعاتو د بحث مېلمانه: د سپریم کورټ وکیلان اېډووکېټ شاه خاور او اېډووکېټ نور عالم خان، د ډیوه څېړنکار اسماعیل خان او د پېښور هايي کورټ وکیله اېډووکېټ نتاشا ثمن کوربنه: ثمینه احسن د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
لویه پښتونخوا په ټي وي
پاکستان په مارچ میاشت کې څلور ځان وژونکي بریدونه شوي دي. په دې لویو هدفونو یا هاي پروفائل بریدونو کې شمالي وزیرستان میر علي کې په پوځ برید، په ګوادر پورټ کمپلیکس برید، تربت کې د سمندري ځواکونو په مرکز برید اؤ بشام کې په چینیاي وګړو بریدونه شامل دي. بلوچستان صوبه کې په لومړیو دریو میاشتو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۱۷۸ ده. په دې اړه څیړنې لپاره خبریال او څیړونکی شهزاده ذوالفقار په لویه خېبر پښتونخوا کې میلمه دی. کوربه نصرالله خان دی. تفصیل لپاره خپرونه ترپایه وګورئ