TV Schedule
بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
د پاکستان په ترسره شوؤ انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ نتیجې لا مخې ته راروانې دي خو د څلورو واړو صوبایي اسمبلو زیاتره نتیجې مخې ته راغلي اؤ په هره صوبه کې د سیاسي ګوندونو د ګټې پوزیشن واضح شوی دی. نړی د پاکستان انتخاباتو په هکله څه وایی؟ او راتلونکي حکومت ته به کوم اقتصادي لوی چېلنجونه پراته وي په نن خپروني کې دې اړه بحث لرو.
هېلو وي او اې په ټي وي
د هېلو وي او ای د بحث موضوع: په پاکستان کې د انتخاباتو عمل سر ته رسېدو نه پس د حکومت جوړولو دپاره د سیاسي پارټو ترمنځ د ملاقاتونو او خبرو اترو سلسله شروع شوې ده. یوې پارټۍ هم اکثریتي ووټ نه دی ترلاسه کړی. نوی حکومت به څومره پایداره او د کومو چېلنجونو سره مخامخ وي؟ ازاد امیدوارانو سره کومې لارې دي؟ کوربنه: ثمینه احسن د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
لویه پښتونخوا په ټي وي
آیا د بلوچستان لوي مسلې به د دې انتخاباتو سره حل شي ؟ پداسې حال کې چې په بلوچستان کې څلورو ګوندونو د درغلۍ او د نتیجو بدلولو د تورونو پر اساس ګډ احتجاجي تحریک پیل کړی دی. په خپرونه کې میلمانه دي لیکوال او څیړونکی رفیع الله کاکړ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي صدر عبدالقهار خان ودان کوربه نصرالله خان دی