TV Schedule
لویه پښتونخوا په ټي وي
پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د موندنې حکومتي کمېشن په خپل رپورټ کې ویلي دي چي د فرورۍ په میاشت کې د هېواد د بېلابېلو برخو نه دوي سره د 42 نورو کسانو د لادرکه کیدو کیسونه درج شوي دي. په رپورټ کې نورڅه دي؟ په خپرونه کې خبریال عبدالله مومند او په پاکستان کې د لا درکه کسانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم دېفنس آف هيومن راېټس مشره امنه مسعود جنجوعه میلمانه دي. کوربه نصرالله خان دی. تفصیل لپاره خپرونه ترپایه وګورئ
د ډیوه د روانو چارو خپرونه په ټي وي
د روانو چارو خبري خپرونه (کوربه: فواد لامع) *-پاکستان ته د آی اېم اېف د پلاوی تازه سفر. که چيرته د دې پلاوي سره خبرې کامیابه شي، آی اېم اېف به پاکستان ته یو ارب او لس کروړہ ډالرہ جاري کړي. *-په افغانستان کې د طالبانو واکمن حکومت خیال لري چې د ایران په چابهار بندر کې د مېلینونو ډالرو سرمایه کاري وکړي. اثرات به یې د پاکستان په اقتصاد څه وي؟ *-او د امریکا په مقدماتي انتخاباتو یا پرایمریز کې، بایډن او ټرمپ د خپلو خپلو ګوندونو صدارتي نامزدګۍ وګټلې.