TV Schedule
بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
بي بي شیرینه - د ننني پروګرام موضوع: د نهې، سه شنبې، په ورځ د پاکستان دوو لویو سیاسي ګوندونو پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز پارټۍ د اتحادي حکومت د جوړولو اعلان وکړو، دواړو ګوندونو دا هم وویل په اېتلافي حکومت کې به د ځان سره نورې وړې پارټۍ هم شاملوي. د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا له طالبانو غوښتي د بد حجابۍ په تور دې د افغانو میرمنو د خپلسره نیولو، بندي کولو او ورسره ناسم چلند لړۍ بنده کړي. هم په دې دوه موضوعاتو به په نن خپرونه کې بحث کیږې، تاسو هم راسره په دې حقله خپل نظر شریک کړئ.
د ډیوه د روانو چارو خپرونه په ټي وي
د روانو چارو خبري خپرونه – کوربه: فواد لامع *-پاکستان کې د حکومت جوړولو دپاره د سیاسي ګوندونو هلې ځلې. آیا پیپلز او مسلم لیګ ن پارټۍ به، د مشترک بیان باوجود، د یو ائتلافي حکومت په جوړولو کامیابه شي؟ *-د صوبایي او قامي اسمبلیو په انتخاباتو کې د خیبرپښتونخوا نه ولې ډېرې لږې ښځې دا ځل کامیابه شوې دي؟ د څېړونکو نظر واورئ. *-په دوحه کې د افغانستان په باب د نړېوال کنفرانس دپاره آمادګۍ. د ایران سفیر ویلي چې طالبانو په دې غونډه کې د خپل اشتراک دپاره شرطونه وړاندې کړي دي. په قرغزستان کې هم د افغانستان په تړاو د بهرنیو چارواکو ترمنځ خبرې.