TV Schedule
06:00 - 08:00
19:00 - 19:59
20:00 - 21:00
لویه پښتونخوا په ټي وي
بارانونو او سېلابونو په افغانستان او پاکستان کې څومره خلک وژل دي. د نورو بارانونو اټکل ؟ چارواکي څه وایي؟ د ژغورنې ادارې څه کوي؟ کوم فصلونو ته یې نقصان اړولې؟ خپرونه کې د موسمیاتو د محکمې ډاکټر محمد فهیم، د سیلابونو د وارننګ سیل پخوانې مشر عبدالولي خان یوسفزی او د کسان بورډ صدر رضوان الله میلمانه شوي. تفصیل لپاره خپرونه تر پایه وګورئ. کوربه نصرالله خان دی
22:00 - 23:00
د ډیوه د روانو چارو خپرونه په ټي وي
د روانو چارو خبري خپرونه – کوربه: فواد لامع -په پاکستان او افغانستان کې تباه کوونکو سېلابونو له سلو نه ډېر کسان مړه کړي دي. -د صحت نړیواله ادارې خبرداری ورکړی چې پاکستان په نړۍ کې تر ټولو زیات د هېپټایټس سي، یا تور زېړي ناروغان لري. -د پاکستان پوځ یو ځل بيا تور لګولی چې په افغانستان کې دننه د پاکستان خلاف ترهګر فعالیتونه موجود دي. -او د اسرایل او ایران ترمنځ د لانجې وروستی صورتحال.