TV Schedule
هېلو وي او اې: په پاکستان او افغانستان کې د لوی اختر ورځ، د پاکستان د بی درکه کسانو د خپلوانو احتجاج او د بدامنۍ پېښې
په پاکستان او افغانستان کې د لوی اختر ورځ: په پاکستان کې د بی درکه کسانو کورنیو سږ کال هم د لوی اختر ورځ په دې احتجاج کې تېره کړه چې خپلوان دې يې وموندل شي. د اختر په موقع د خېبرپښتونخوا په نوو ضلعو کې هم د بدامنۍ پېښې رپورټ شوي. نن به په دغه موضوع په هېلو وي او ای پروګرام کې خبرې کوؤ. کوربنه: ثمینه احسن د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
لویه پښتونخوا په ټي وي
خپرونې لومړۍ برخه : اسرایلي وزیراعظم د جنګ کابینه تحلیل کړه د پاکستان پوځ په خېبر کې د پينځو "ترهګرو" وژلو دعوه کړې په افغانستان کې د طالبانو حکومت، پاکستان او ایران ګل یا د دوشنبې په ورځ د لوی اختر لمانځل پیل کړل. د سعودي عربستان په ګډون په یو شمیر اسلامي هیوادونو او په نړۍ کې اکثرو مسلمانانو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د لوی اختر لمانځل پیل کړي دي، د خپرونې دویمه برخه: د وي او ای ډیوه د اختر ځانګړې خپرونه سندره او خبره