TV Schedule
بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
د بي بي شیرینې په ننۍ خپرونه کې به د سیمې او نړۍ تازه حال او رپورټونو تر څنګ د زړه په ناروغیو بحث کوو.د زړه د ناروغیو زیاتیدو علتونه څه دي؟ عام خلک د زړه د ناروغیو د ځان ساتنې لپاره څه کولی شي؟ د دې او نورو مهمو پوښتنو ځوابونه به په خپرونه کې د یو ماهر ډاکټر نه اورو. د خپرونې کوربنې نګین شاه او بهشته تلاش دي. د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
په افغانستان کې د جینکو دپاره د مدرسو نظام او پاکستان کې د اېکس د بندېز پرضد عدالتي خواست
هېلو وي او ای: د افغان طالبانو دا فېصله چې په ملک کې د جینکو دپاره د سکولونو په ځای به د مدرسو نظام غځوي د افغانستان په راتلونکي څومره اثر غورځولې شي؟ او په پېښور های کورټ کې د اېکس (پخواني ټویټر) د بندیز پرضد خواست سره به ګنې دا سهولت بحاله شي؟ په دغه موضوعاتو د بحث مېلمانه: د افغان امریکن یونیورسټۍ استاد عبېدالله بهیر، د انساني حقونو فعال او استاد ضیاالله همدرد او د پېښور های کورټ وکیل اېډوکېټ نعمان محب کاکاخېل. کوربنه: ثمینه احسن د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
لویه پښتونخوا په ټي وي
پاکستان وايي د افغانستان دننه بریدونه د حافظ ګل بهادر ډلې د وسله والو په نښه کولو لپاره وو. بل اړخ ته طالبان وایي، د هوایي بریدونو ځواب کې یې په ډیورنډ کرښه د پاکستان د پوځ مرکزونه په نښه کړي. دا پداسې حال کې شوي چې د افغانستان د پاره د پاکستان ځانګري استازي اصف دراني ویلي د ټي ټي پي تر 6000 وسله وال په افغانستان کې دي او تور یې لګولی چې خرچه یې هند ورکوي. خپرونه کې په دی موضوع خبرې کوو. تفصیل لپاره خپرنه تر پایه وګوئ کوربه یي نصرالله خان دی