TV Schedule
بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
د امریکې د ریپبلکن ګوند ملي کنونشن په امریکا کې د روانو سیاسي هلو ځلو تر څنګ د سیمې او نړۍ تازه حال، خبرونه او رپورټونه وړاندې کوو. د دې تر څنګ په خپرونه کې بله موضوع هم لرو، څېړنې ښیي چې موسمي بدلون د ښځو په حیض یا ماهوارۍ باندې هم بدې اغېزې کړې او د سختې ګرمۍ له امله ماهواري یا خو تر خپل وخت ډېرې مخکې یا ډېرې وروسته راځي. په دې موضوع به په خپرونه کې له ډاکټر غزاله شمس سره بحث کوو. کوربنې: نګین شاه او ناهید سحر.
هېلو وي او اې په ټي وي
پاکستان کې زیاته شوې ترهګري، د طالبانو او ترهګرۍ په ضد د پاکستان تګلاره کوربه: محمداکرام مېلمانه: محسن داوړ: د اېن ډي اېم مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی اسماعیل خان: د ډیوه څېړنکار ډاکټر عبدالشکور: د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ د نړیوالو اړیکو پروفېسر عدنان بټنی: د ډیوه خبریال پاکستان کې په وروستیو ورځو کې د ترهګرۍ په پېښو کې یو ځل بیا ډېر زیاتوالی راغلی. د تېر ګل/دوشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په سویلي سیمه بنو کې په پوځي چاوڼۍ باندې حمله کې، اته پاکستاني پوځیان وژل شوي وو او یو شمېر نور ژوبل شوي وو. پوځ په دغه حمله کې د لس وسله والو د وژلو دعوه کړې. د دغه برید زمه داري د شمالي وزیرستان حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې منلې ده. پاکستان کې قام پرست ګوندونه او ناقدین د ډېر وخت راهسې د ترهګرۍ او افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره نیوکې کوي. نن په پروګرام کې پاکستان کې زیاتو شوو ترهګر حملو، د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکو او د طالبانو په اړه د اسلام اباد په تګلارو د مېلمنو سره خبرې کوو.