TV Schedule
لویه پښتونخوا په ټي وي
پوهانو د پېښور پوهنتون لخوا د امن تر نامه لاندې په جوړې شوې مېله کې د خپلو علمي او څېړنیز مقالو د وړاندې کولو پر وخت ویلي، چې پښتانه تر بل هر چا زیات د بد امنۍ ښکار شوي دي. زیاتوي چې ریاست همیشه بهر خلکو باندې تور پورې کړې او په خپل اندروني عواملو یې فکر نه دی کړې چې ورته د حل لار پیدا کړي. په دې موضوع میلمانه نور څه وایي. تفصیل لپاره خپرونه ترپایه وګورئ. کوربه نصرالله خان دی
د ډیوه د روانو چارو خپرونه په ټي وي
د روانو چارو خبري خپرونه – کوربه: فواد لامع مهم ټکي: -د نوي حکومت په جوړولو د مسلم لیګ-ن او پیپلز پارټیو اتفاق. خو دې نوي حکومت ته خوشبیني څومره ده؟ -د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي په انتخاباتو کې د خپل ګوند د ماتې خوړلو وروسته، د تاجر لغړي اتحاد پرلت ته تللی او په ډیورنډ کرښه باندې د لګېدلي ازغن تار د لېرې کولو ګواښ یې کړی دی -نن د مورنیو ژبو نړېواله ورځ ده او څېړونکي وایي، پاکستان کې د مورنیو ژبو تحریکونو زور نیولی، او وړې ژبې په کې د خپلې بقا په جګړه بوختې دي. -او امریکا په غزه کې د موقتي او مشروطې ډزبندۍ په خاطر د خپله طرفه یوه مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته تجویز کړې ده.