TV Schedule
لویه پښتونخوا په ټي وي
د اسلام اباد های کورټ قاضي جسټس محسن اختر کیاني ویلي دي چې د خلکو د جبري لادرکه کولو په پېښو کې د ککړو کسانو سزا باید یوازې مرګ يا پانسۍ وي. څیړونکي وایي تر اوسه سخته فیصله نه شوې. تفصیل لپاره خپرونه تر پایه وګورئ. د ایچ ار سي پي کاشف پانېزی او بشري حقونو فعال افتاب شاه میلمانه لرو. کوربه نصرالله خان دی.
د ډیوه د روانو چارو خپرونه په ټي وي
د روانو چارو خبري خپرونه – کوربه: فواد لامع *د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو قبایلي علاقو کې په یو شواروز کې نهه وژنې شوي. بل پلو د پاکستان پوځ وایي تېره یوه میاشت کې یې په ږوب کې په عملياتو کې "29 ترهګر وژلي" دي. *د کويټه پریس کلب د تړون او د پنجاب حکومت د هتک عزت 2024 ترمیمي قانون په ضد اسلام آباد کې د صحافیانو احتجاج. -او ایرلنډ، ناروې او هسپانیې اعلان کړی چې د می په ۲۸مه به فلسطیني ریاست په رسمیت وپیژني. اسرائیل دغه اعلان ته سخت غبرګون ښودلی.