TV Schedule
بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
د نن خپرونې موضوع : بلوچستان کې د روغتیا ماهرين وايي چې په ښځو کې د سېنې او د خولې مختلف قسمه کېنسر ډير زيات ليدل کېږٕي. دوى وايي چې په پاکستان کې هر کال یوازې ۴۰ زره ښځې د سینې سرطان له امله مري. د خيرونې مېلمه ډاکټر عابد جمیل سره به د کېنسر یا سرطان د ناروغۍ وجوهات، علامات، علاج او د احتیاط په حقله بحث کوو. کوربنې: نګین شاه او بهشته تلاش.
هېلو وي او اې په ټي وي
پروګرام: هېلو وي او ای موضوع: د پاکستان راتلونکي حکومت ته ورپېښ اقتصادي چېلنجونه کوربه: محمد اکرام مېلمانه: طاهر امین: اسلام اباد کې د اقتصادي چارو خبریال ډاکټر ذلاکت خان: د پېښور یونیورسټۍ د اقتصادي علومو د څانګې پخوانی مشر ډاکټر معراج الحق: انټرنېشنل اسلامک یونیورسټۍ کې د اقتصادي علومو استاذ
لویه خېبر پښتونخوا خپرونه
لویه خېبر پښتونخوا خپرونه موضوع: د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو په څېر د حکومتونو لاندې پر ښځو او جینکو سخت ظلمونه په ګوته کړي، او په رسمي توګه د " جنسیت پر اساس اپارتایډ " د بشریت پرضد جرم وګرځوي. په دې موضوع به په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې بحث کیږې. کوربنه: نګین شاه مېلمانه: ضیاء الدین یوسفزی د ښځو او د تعلیم د حقونو مبارز شینکۍ کړوخېل د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې امنه درانۍ د ښځو د حقونو مبارزه