TV Schedule
هېلو وي او اې: د خېبرپښتونخوا د نوې کال دپاره صوبايي بجټ او په پاکستان کې روان هیټ وېو یا د ستخې ګرمۍ څپې.
د خېبرپښتونخوا حکومت د مالي کال 2024-25 دپاره خپل بجټ صوبایي پارلیمان ته وړاندې کړې. په دې کې د ترهګرۍ پرضد جګړې دپاره 108 اربه روپۍ او د ضم شوؤ قبایلي ضلعو دپاره د وفاق نه 260 اربه روپو د ترلاسه کولو امکان ښودل شوې. او په ملک کې روانې د سختې ګرمۍ د څپې د بدو اثراتو نه ځان څنګه بچ ساتلې کېدی شي. د بحث مېلمانه دي خبریال محمد فهیم، د اقتصاد پوه او استاد ډاکټر جاوېد اقبال او د صحت ماهر ډاکټر افتخارالدین. کوربنه: ثمینه احسن د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
لویه پښتونخوا په ټي وي
د پاکستان پوځ وايي، پرون او نن په خېبرپښتونخوا صوبه کې درې عمليات شوي، د پوځ د يو کېپټن افسر، نايک، لانس نايک او حوالدار په ګډون پکې اووه پوځیان وژل شوي او پوځ په عملیاتو کې د 23 "ترهګرو" وژلو دعوه کړې ده. تفصیل لپاره لویه خېبر پښتونخوا خپرونه تر پایه وګورئ. کوربه نصرالله خان دی