TV Schedule
بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
په ننۍ خپرونه کې به په پاکستان کې د عامو انتخاباتو په اړه د ځوانانو د تمو او هیلو په موضوع بحث کوو. سږ کال ځوانان د فرورۍ په ۸مه کېدونکي انتخاباتو نه کومې تمې لري؟ تاسو هم په خپرونه کې خپل نظر شریکولی شئ. د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
هېلو وي او اې په ټي وي
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د عامو انتخاباتو دپاره تیارۍ دوام لري، څېړونکي په دې لړ کې د مطبوعاتو او د سوشل میډیا کردار ته کتنه کوي. څېړونکي وايي په پاکستان کې په عمومي توګه میډیا مکمله ازادي نه لري او طاقتوره عناصر یې د مخالفینو د زورولو دپاره استعمالوي او موجوده حالات هم د پخوا نه مختلف نه دي. د بحث کوربنه: ثمینه احسن
لویه پښتونخوا په ټي وي
پښتونخوا کې د کارکوونکو ماشومانو په حقله یوه نوې سروې وایي چې صوبې کې د ۵ نه ۱۷ کالو پورې ۸۲ لکه ماشومان دي چې د ۹ لکه نه زیات یې په بېلا بېلو کارونو کې اخته دي. په دې موضوع د ماشومانو د حقونو لپاره کار کونکی عمران ټکر او د ذهني ناروغیو ماهر صباه حمید په خپرونه کې میلمانه دي کوربه یې نصرالله خان دی.