TV Schedule
06:00 - 08:00
20:00 - 21:00
لویه پښتونخوا په ټي وي
د مارګله په ځنګلونو کې اور لیګدل ، همدغه شان تیر کال د بلوچستان او پښتونخوا په ځنګلونو کې اور لګېلدلو پېښې مخې ته راغلې وي. په ځنګلونو کې د اور لګیدلو علتونه څه وي؟ او ایا اړونده ادارې تیارې دي داسې پېښو مخینوي لپاره؟ مونږ سره ماحول پوهه عبدالولي خیلجي او د ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي خپرونه کې میلمانه شوي. کوربه نصرالله خان دی. د تفصیل لپاره خپرونه ترپایه وګورئ
22:00 - 23:00
د ډیوه د روانو چارو خپرونه د چینایي انجنیرانو د وژل کېدو په پلټنو کې پرمختګ. شمالي وزیرستان کې د جینکو د سکول سوځېدنه او د غزې وروستي حالات
د روانو چارو خبري خپرونه – کوربه: فواد لامع *چین د خپلو انجنیرانو د وژل کېدو په قضیه کې د پاکستان لخوا پلټنو کې پرمختګ ته هرکلی ویلی. *شمالي وزیرستان کې نا معلومو کسانو د جینکو سکول سوځولی دی. *وایټ هاوس وایي امریکا طالبان په رسمیت نه پېژني، او د روس اقدام به نورو ته ناوړه پېغام ولري. *او واشنګټن وایي، اسرایل په رفح کې هغه سره کرښه نده ماته کړې چې امریکا یې خبره کړې وه.