TV Schedule
بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
د امریکې فریډم هاوس په خپل کلني رپورټ کې وایي د سیاسي مخالیفینو د ځورونو، شخړو، تشدد او استبدادي کړنو په وجه په نړۍ کې د ازادۍ کچه راټیټه شوې ده. په دې موضوع نن په بي بي شیرینه خپرونه کي بحث کوو. د دې تر څنګ د سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ویډیوګانې هم لرو. مېلمه: پروفېسر ډاکټر سید عرفان اشرف. کوربنې: نګین شاه او بهشته تلاش. د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
لویه پښتونخوا په ټي وي
د فرورۍ په مياشت کې په پاکستان کې 79 وسله وال، ترهګر بريدونه شوي، تر ټولو زيات 44 بريدونه ، خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي، په پنجاب کې يو برید هم نه دی شوی .د بلوچستان وزير اعلا مير سرفراز بګټي منلي چې په صوبه کې د وسلوالو فعاليت زيات شوی، خو وايي چې د آزادۍ د تحريک د کاميابيدو کوم امکان نشته. تفصیل لپاره خپرونه ترپایه وګورئ. کوربه نصرالله خان دی