TV Schedule
لویه پښتونخوا په ټي وي
د پښتونخوا د نوښار په پبو کې د پاکستان او امریکا د پوځیانو ترمینځ ګډ مشقونه پیل شوي دي. بل اړخ ته د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د شنګایي امنیتي همکاریو سازمان کلنۍ سرمشریزې غونډه کې د روس د صدر ویلادمیر پیوټن سره لیدلي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: د دوو امریکايي بندیانو پر وړاندې باید خپل اتباع راخلاص کړای شو . او په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې حکومتي کمیشن ویلي د روان کال ۲۰۲۴م په وړومبیو شپږو میاشتو کې د لادرکیو نورې 197 پېښې مخې ته راغلې دي. ننۍ خپرونه کې په دې موضوعاتو میلمانه او رپورټونه لرو. کوربه نصرالله خان دی. د تفصیل لپاره خپرونه تر پایه وګورئ.
خبري خپرونه – فواد لامع *د پاکستاني او امریکایي ځواکونو ګډ مشقونه. *د قیدیانو د تبادلې په اړه د طالبانو او امریکا خبرې *د آی اېم ېف نوی قرض
د روانو چارو خبري خپرونه – کوربه: فواد لامع *په نوښار کې د پاکستاني او امریکایي ځواکونو ګډ مشقونه. *افغان طالبان وایي، امریکاییانو سره یې د قیدیانو په تبادلې خبرې کړي. *پاکستان د آی اېم اېف سره د قرضې د نوي پروګرام د دستخط کېدو هیله ښودلې.