TV Schedule
هېلو وي او اې په ټي وي
په هېلو وي او ای کې به نن په اتمه فېبرورۍ په پاکستان کې د عامو انتخاباتو د تیارو په اړه بحث کېږي؟ څه قسمه تیاریاني روانې دي؟ امنیتي اندېښنې څه دي؟ د سیاسي پارټو لوظونه او عام خلک د راتلونکې حکومت نه څومره امیدونه لري ؟ په ټول پاکستان کې 128.58 ملینه رجسټرډ ووټران دي چې د قومي اسمبلۍ 336 سیټونو دپاره به خپل نمایندګان منتخب کوي. په دغو رجسټرډ ووټرانو کې 69.26 ملینه ووټران نارینه او 59.32 ملینه زنانه ووټرانې دي. د بحث کوربنه: ثمینه احسن د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
لویه پښتونخوا په ټي وي
بلوچستان کې ځوانان چې ووټ ورکوي نو کومې ستونزې په نظر کې ساتي؟ په دې موضوع مونږ سره لیکوال او څیړونکې محمد عظیم کاکړ ملګری شوي. په دویمه برخه کې نن د انتخاباتو په اړه د ډيوه بحث وړاندې کوو- چې موضوع یې ده، د پاکستان سیاسي ګوندونه ولې تر اوسه په سیاسي او انتخابي عمل کې ښځو ته پورا برخه ورکولو کې ناکامه دي؟ تفصیل لپاره خپرونه ترپایه وګورۍ .کوربه نصرالله خان دی