TV Schedule
بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
بي بي شیرینه پروګرام - موضوع: په خېبر پښتونخوا کې ښځې وايي چې په انتخاباتو کې د دوی د راۍ اچولو د شرحې کمي لوی علتونه د زنانو د تعليم او د سیاسي پوهې کمی، د ټولنې دود ستور او نرواکي ده۔ دوی وايي د معاشرې زياتره مېرمنې په سړو انحصار کوي چې له امله يې اکثره ښځې يا خو په جمهوري عمل کې برخه وانخلي او يا د کورنۍ په خوښه رای په کارولو مجبوره وي. بله خوا په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکي غیر دولتي سازمان عورت فاونډیشن ویلي په اتمه فرورۍ کېدونکو عامو ټاکنو کې سیاسي ګوندونو د انتخاباتو لپاره د جوړ قانون مطابق ښځو ته د قامي اؤ صوبایي اسمبلیو په څوکیو پینځه فیصدي ټکټونه نه دي ورکړي. هم په دی موضوع به په نن خپرونه کې بحث کوو.
لویه پښتونخوا په ټي وي
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د اتمې فرورۍ د ټاکنو ممکنه نتیجې، د ټاکنو په محال کوم سیاسي ګوند په کوم ځای ولاړ دې، امنیتي حالات او اندېښنې. په لویه خیبر پښتونخوا کې نن باخبره خبریالان د اتمې فرورۍ د ټاکنو په اړه خپلې څېړنې شریکوي- اولنی برخه کې څو اهم رپورټونه هم واورۍ – کوربه نوشیروان قلندر
د ډیوه د روانو چارو خپرونه په ټي وي
د روانو چارو خبري خپرونه -پاکستان کې د امېدوارانو د کمپېن موده په مقامي وخت نن ماخوستن ۱۲ بجې ختمیږي. -د امرېکې یو تینک ټېنک وایي، روانې بې ثباتۍ د پاکستان پوځ نور هم ځواکمن کړی. -په چمن ښار کې احتجاج کوونکو خپل پرلت د سرحدې ملېشه ځواکونو مرکز ته رسولی -او د مصراو قطر مشرانو سره د بلېنکن ملاقات.