TV Schedule
په پاکستان کې د ماشومانو د تحفظ قوانین او د پاکستان جووینایل جسټس سسټم اېکټ
په پاکستان کې د ماشومانو د تحفظ قوانین ماشومانو ته څومره قانوني تحفظ ورکوي؟ د پاکستان جووینایل جسټس سسټم اېکټ نومې قانون کې په ماشوم د جرم ذمه واري اچولو دپاره د عمر حد د لسو کاله نه زیات ولې نه شو؟ په هېلو وي او ای کې به په دغه موضوعاتو د بحث مېلمانه وي: د ماشومانو د حقونو فعالان عمران ټکر او ارشد محمود، د ماشومانو د قانون وکیل سعید عثمان او د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخوانۍ غړې آسیه صالح خټک کوربنه: ثمینه احسن د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
لویه پښتونخوا په ټي وي
د پاکستان حکومت د سایبر جرمونو د پلټنو او مخنيوي دپاره د ( نيشنل سايبر کرايم انوېسټيګېشن ايجنسۍ) په نوم نوې اداره جوړه کړې ده.په ټولنيزو رسنیو د اېن سي سي آی اې په اړه بحث پيل شوی چې دغه اداره به د خبريالانو پرضد کاريږي، حکومت د دغه لارې سنسرشپ سېوا کول غواړي بايد د جعلي خبرونو د مخنيوي دپاره هغو ادارو ته رسايي وکړل شي کومې چې د جعلي خبرونو ضد کار کوي. تفصیل لپاره لویه خېبر پښتونخوا وګورئ. کوربه نصرالله خان دی