د انسان د قاچاق او غیرقانوني مهاجرت سره د مبارزې لپاره حکومت د 52,000 څخه زیاتو خلکو باندې سفر ی بندیزونه لګولي. څېړونکي وايي په پاکستان کې د بشرې قاچاق د مخنیوې قوانين شته خو د پلټونو عمل ډیر کمزوری دی چې له امله يې اکثره تورن کسان د سزا څخه بچ پاته شي. نور تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي
مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستان په سفر د ايي اېم اېف پلاوي د حکومت نه د جاېدادونو د کاروبار په څانګه کې د ټېکسونو غلا کوونکو خلاف د اقداماتو کولو غوښتنه کړې ده. ماهيرين وايي د جاېدادونو په کاروبار کې د 90 فيصد پېسو د ورکړې راکړې کاغذي رېکارډ نه ساتل کېږي . نور تفصيل د ارشد حسين رپورټ کئ
په دوبۍ کې د پراپرټۍ کاروباریان وايي د جایداد نرخ د نړۍ د غټو ښارونو نه کم دی ځکه چې د ټیکس شرح ټیټه ده نو تېر کال د 423 بلین درهمو پراپرټي خرڅه شوې. په دوبۍ کې د پراپرټۍ د کاروبار زیاتوالي اسباب څه دي او د کومو هیوادونو خلک زیات جایدادونه اخلي ، نور تفصیل عرفان رپورټ کې وړاندې کوي
وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ او د یوکراین د صدر زېلنسکي ترمنځه د جمعې په ورځ لیدنه چې مقصد یې یوه داسې لوظنامه لاسلیک کول وو چې امریکې ته به د یوکراین د ناوياته معدنیاتو حق ورکړي خو وایټ هاوس پخلی کړی چې د معدنیاتو لوظنامه نه ده لاسلیک شوې. د وي او ای د خبریالې پېټسي رپورټ ارباب محمود علي وړاندې کوي
د نوښار د اکوړي سیمې په حقانیه مدرسه کې د جمعې په ورځ په ځانمرګي برید کې د جمعیت علماء اسلام(س) ګوند د وژل شوي مشر مولانا حامد الحق جنازه نن د خالي,شنبې په ورځ په حقانیه مدرسه کې شوې چې زرګونو کسانو پکې برخه اخستې ده. نور تفصیل عثمان خان او رياض حسين په رپورټ کې۔
د افغان ټرانزټ سره تړلې د افغان سوداګرو د مالونو نه ډک ګاډي په لاﺭه کي بند ولاړ دي چې په ﺭوان حالاتو کې يې دپاکستان او افغانستان ترمنځ تجاﺭتي چاﺭې نوﺭې هم کمې کړي دي. افغان سوداګر اوس خپل تجاﺭت لپاﺭه نوﺭې لاﺭې لټوي. داخبرې د چمن سوداګريزې خونې پخواني مرستیال مشرمحمد قسيم اڅکري د ډيوه سره مرکه کې کړې
د ژمي د اوږدې رخصتۍ په ختمېدو په بلوچستان کې سکولونه او تعليمې ادارې د خالي،شنبې په ورځ خلاصې شولې. حکومت وايي ديرش لکۂ ماشومان لہ تعليم څخہ بې برخې دي او يوازې حکومت نه بلکې سياسي ڰوندونہ هم پہ خلکو کې دشعور دپيدا کولو کوښښونه کوي. نور تفصيل لۂ کوټہ څخه حميد سمسور په رپورټ کې
د خیبر پښتونخوا حکومت دعوه کوي چې د رمضان په میاشت کې به د خوراکي توکو نرخونه تر کنټرول لاندې وي، او عام ولس ته به اعلا کوالټي توکي په مناسب نرخونو ورکړل شي. خو د صوبې خلک وایي چې د رمضان له راتګ وړاندې د خوراکي توکو په نرخونو کې زیاتوالی راغلی. په دې اړه ملک وقاص رپورټ راکوي
غېر دولتي تنظيم سسټېنبل اېڼډ سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن په خپل تازه کليز رپورټ کې وېلي چي په کال 2024 کې په دې هېواد کې د ښځو پر ضد د تشدد 32617 پېښې شوي دي چې په کې 5339 د جنسي تېريو، 24439 د تښتونو، 2238 د کورني تشدد او 547 د غېرت په نامه د وژنو پېښې دي.. تفصيل د ارشد حسين په دې رپورټ کې
پیښور کې د سټیم ورس په نوم یوې پښتنې پیغلې داسې کمپني جوړه کړې چې د نوې ټیکنالوجي سره شوق لرونکی ماشومانو او په خصوصي توګه جینکو ته دغه زدکړې ورکوي. په دې حقله نور تفصیل د سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې اوګورئ
د اسرائیل او حماس ترمنځ د قیدیانو او یرغملانو د تبادلې او ډزبندۍ وړومبی پړاو پای ته رسېږي خو په دې حال کې بل پړاو ته د داخلېدو هېڅ پلان نشته دی. اسرائیلیان د هغو کسانو د مرګ په ویر لګیا دي چې جسدونه یې حماس وروسپارل. د لېنډا ګرېډسټېن رپوټ د رحمان بونیري په غږ کې.
د بلوچستان په قلعه سيف الله کې د تهذیب او تمدن په نومونو دوه خوېندې د مړه شوي پلار د نيمګړو ارمانونو پوره کولو لپاره، پخپله سیمه کې ونې بوټي لګوي. د دوی پلار د ماحول ساتنې فعاليت کولو. تفصیل د حفیظ ستوري شېراني په رپوټ کې.
نور کتل