لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لښکر لښکر نعرې شوم ورته ستړې


د پښتنو او نورو عامو ټولنو کې چې د شعر خبره کېږي نو د درخو ښائسته مخ، پستې شونډې، د مرۍ شنه رگونه، د هغې د خارونۍ په شان خوږې خبرې، د زرکې په شان چال اود هوسۍ په شان اوږدې سترگې، د سوچ په تخته ليکلې ښکاري- خو فکري شاعري خپل کمال ېواځې دغلته نه ښایي- د پښتنو په گډون اکثرو نه، ټولو قامونو د قامي سياست بنېادي فلسفه، د شاعرانو نه په شعرونو کې زده کړې ده- پښتون قام ته هم شاعرانو خپلې سېاسي گټې او تاوانونه، غلیم او ملگری، ، تور او سپين،سم او خطا،او رغي او ژور سیاسي فکرونه او شخصيتونه ښودلي-
د پښتو شاعرۍ په تاریخ سم پوهه نقادان وايي په صحیح معنو کې د فکري او مزاحمتي شاعرۍ بنیاد ستر خوشحال خان خټک ایښودی دی.
درست پښتون تر قندهاره تر اټکه
سره یو د ننگ په کار پټ او اشکار
بله هیڅ لیدلی نشې په دا منځ کې
یا مغل لمنځه ورک یا پښتون خوار
په لښکر لښکر نعرې شوم ورته ستړې
دا کاڼه راته نه مهيرک وایي نه چار
سیاست او په پښتو شاعرۍ کې د مزاحمت رنگ د پیړو نه تر دې گړۍ داسې بڼل شوې ښکاري لکه د یو بل نه بېل به ورته ساه اخستل گران وي. د پیر روښان د تحریک د روښانیانو مرزاخان انصاري، دولت خان لواڼي او د ملا ارزاني خیشگي نه تر د اجمل خټک پورې داسې بریښي چې د منصب او مسند د خاوندانو رهنمائي هم د بیت او شعر په چوکاټ کې شوې وي. کله کله خو په پښتو شعر کې د بغاوت چغه او د انقلابي غوښتنو اظهار دومره په بې بېباکۍ کې کیږي چې د بلې ژبې په ادب کې شاید که ولیدلی شي.
اجمل خټک واېي:

غټان غټان، نېکان نېکان پېدا دي
دوئ خو د ځایه جنتیان پېدا دي
ځۍ هغې خوارو له جنت وگټو
څوک چې له موره دوزخیان پیدا دي
پښتنو شاعرانو د خپل قام د مزاحمتي شاعرۍ په لار د رابیدارولو د شعوري کوشش نه علاوه هم په سنجیده موضوعاتو کې او هم د طنز او مزاح په انداز کې دغه کار ترسره کړی دي د غني خان د لیډر نظم دغه څو شعرونهوگورۍ

د کارغه خوله کړه
ژبه د مار کړه
د چرگي عقل کړه
زړه د سیار کړه
مرۍ د سپي کړه
چې ښه غپار کړه
ضد دکچر کړه
غرور پرې بار کړه
خټه د کلي
ډېران د ښار کړه
بېا چرته ړوند
کولال ېو ېار کړه
تاله به نوې
ليډر تېار کړه
د پښتو شاعرۍ د اوسني دور په شاعرانو کې قلندر مومند، رحمت شاه سائل، درویش دراني،شمس القمر اندېش، قمرراهي، اکبر سیال اود شمس بونیري نه علاوه یو شمیر نورو هم د ځائي قامي زوال پزیرۍ د ویر ژړلو نه پرته په نړۍ کې د امن د پلوي توب مبارزه هم په شعرکې کړې ده.د قمر راهي شعر دی
بوي دی د بارودو د بوټانو چغاچغ دی
ساه ځکه ډوبیږي د راهي د غزلونو-
دا ځل د ډيوه رېډېو مېاشتنۍ مشاعره موضوعاتي وه چې پکې ښاغلي اکبر سيال، ښاغلي شمس بونېری، ښاغلي برملا خان برمول، ښاغلي صابر استاد او اغلې برېښنا شهزاد خپله فکري،سېاسي او مزاحمتي شاعري اورولې کوربه ېې رحمان بونېری وو- تاسو ېې دلته اورېدې شۍ -
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:53:54 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG