لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وکيل،اپيل او دليل د حق نه محرومه، جمهورېت ته بې تابه قباېل


د پاکستان په قباېلي سيمه کې د قامي اسمبلۍ په ١٢ څوکو د مۍ په مېاشت کې د کېدونکو عمومي انتخاباتو لپاره د ښځو په شمول نزدې څلور سوه کاند يدان په مېدان کې دي- د نور پاکستان په پر تله دغلته بې قراري زېاته ده اود غېر قانونه گرځول شوي طالبانو تنظيم نه علاوه د جمهوري نظام سره دښمني کونکي د یو شمېرنورو شرخوښو تنظيمونو پټې جالې هم دغلته دي- په سنگاپور کې د څیړنې ادارې انټرنیشنل سنیټر فار پالیټکس وائلنس انیډ ټیررازم ریسرچ خپل یو رپورټ کې وايي القاعده او ملگري تنظیمونه اسلامک مومنټ اف ازبکستان، اسلامک جهاد گروپ، دې لیبین اسلامک فائټرز گروپ او ایسټرن ترکستان اسلامک مومنټ غړې هم فاټا کې پټ دي. - د پاکستان د حکومتي ادارې اېف،ډي،اېم،ای ترمخه دا وخت د قباېلي سيمو نه ٣٧۴٨١٩ کورنۍ د نا قرارۍ د لاسه د کډوالوپه کيمپونو، په نورو سيمو کې د کراېې په ابادو کې پراته دي یا د دوستانو اود خپلوانو کره مېلمانه دي- بېا هم په دومره لوېه شمېره کې په انتخاباتوکې د سېاست دانانو اميدواري د دغه خېال پخلې کوي چې د قباېلي سيمې اولس جمهوريت ته بې تابه دی- د دغه انتخاباتو نه وړاندې طالبانو په ډاگه ، اې اېن پي، اېم کېو اېم،اوپه پي پي پي د حملودړکه کړیده- څېړونکي واېي کیڼ اړخه ډلوته ددغه دړکو د لاسه د انتخاباتو،توله به ښي اړخو گوندونو پله کږه وي- په ښي اړخو کې جماعت اسلامي، مسلم ليگ(ن)،د جمیعت علمآاسلام (ټولې څانگې) او تحريک انصاف شامل دي- د عفې نړيواله ادارې ايمنسټي انټرنېشنل د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړېده د طالبانوله لوري سیاسي ډلو ته د طالبانو د گواښ غور دې وکي- خو د پاکستان د سېاسي او عسکري چارو څېړونکي د حکومتي هڅو نه مطمېنه نه دي- د استخباراتي ادارې پخوانې چارواکې او څېړونکې اسد منير واېي نه خو موقتي حکومت او نه د انتخاباتو کمېشن د خوا نه څه سنجيده هڅې و ېني-
په پاکستان کې د پيپلز اېتلافي حکومت په موده کې د اتلسم ائني ترميم منظور کېدو نه ورستو د پولېټکل پارټي اېکټ په نوم صدارتي حکم تر مخه په دغه خاوره د سیاسی اصلاحاتو اعلان شوې دې خو د انگرېز راج د زمانېتورقانون “ اېف،سي،آر د خپلو ټولو لانجمنو شقونو سره په خپل ځاې موجود دی - دغلته وس هم قباېلي اولس د پولېټکل اېجنټ د راج لاندې دی- پولېټکل د انگرېز د زمانې د ېو سرکاري آفسر عهده ده او چاته هم جوابداره نه وي- ددغه قانون لاندې قباېل د وکيل،اپيل او دليل حق نه لري- د پاکستان په پارليمان کې د ارټيکل ٢۴٧ لاندې پالېماني غړو ته د فاټا په بابله د څه هم قانون سازۍ اجازت نشته دی - په داسې کې د اولس جمهورېت ته بې تابي غېر فطري نه ښکاري-
د پاکستان ددغه سيمې ټوله رقبه ٢٧٢٢٠ کلوميټره ده- اوه قباېلي ايجنسۍ، باجوړ،مومند، آورکزۍ، شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان او خېبر لري- ددې نه علاوه شپږ، نيمې قباېلي سيمې اېف آر پېښور، اېف آر کوهاټ، اېف آر بنو، اېف آرلکي مروت او اېف آر ټانک لري- د پاکستان د سرکاري شمېرو تر مخه ددغه سيمې ټوله آبادي ٣١لکه ٧٦زره او ٣٣١ ده- د سرکاري رپورټونو تر مخه د جنوبي وزيرستان زېاتره اولس د جگړې په وجه کډوال شوي دي- ددغه ستونزې په حقله هم د پاکستان انتخابي ادارې نه ده په ډاگه کړې چې څه منصوبه لري؟
آېا راتلونکي انتخابونه به ددغه قباېلو په ژوند کې څه بدلون راولي؟ د دغه سوال په ځواب کې راته وتلي څېړونکي اعجاز خټک وېلي دي څه غټ بدلون نه وېني خو واېې ووټونه خپله د بدلون راوستو غوره لاره ده او دغه لاره د قباېلي اولس بنېادي حق دی-
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG