لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پړانگ او ډانگ په مېنځ کې گېر قباېل


د پاکستان په قبائیلي سیمه کې پرځائې د یو پاکستاني عسکر تصویر
د پاکستان په قبائیلي سیمه کې پرځائې د یو پاکستاني عسکر تصویر
د پاکستان د قباېلي سيمو 17 لکه 38 زره 3 سوه 13 رجسټرډ ووټ ورکونکي ښځې او نارينه په داسې حال کې د هېواد په عمومي انتخاباتوکې برخه اخلي چې ېو خوا ورته ډانگ دی او بل خوا ورته پړانگ دی-
ډانگ د پاکستاني امنېتي ادارو د وسه بهر پاکستاني طالبان دي، چې د خپلو خواخوږ لپاره ېې انتخابي مېدان آوار کړې، په خوا خوږو کې ېې سخت دريزه فکر لرونکي جماعتونه ، جماعت اسلامي، مسلم ليگ(ن)،د جمیعت علمآاسلام (ټولې څانگې) او تحريک انصاف شامل دي- بل لوري کيڼ اړخو ته مورچه والې شوې ده، په دغوکې اې اېن پي، اېم کېو اېم،او پي پي پي شامل دي،خو تر وسه لټ ېواځې په نيشنلېانو والې شوې، او د سمسورو گلونه د باغ لو ېې ورله وکو- خوشحال خان خټک ېو شعر دی –
چې زما په خېلخانه په اولس وشو— وه دې نه شي په هندو په مسلمان
د پړانگ (پوځ) لخوا د ډانگ په خلاف جگړه هم روانه ده- په دغه جگړه که چا برې کړې وي نو وي به، خو وهل پکې ېواځې قبا یل خوري- پوځ واېي په باجوړ، مومندو،اورکزو او جنوبي وزيرستان کې ېې طالبانو ته ماتې ورکړې- پوښتنه داده په دغه پاته سيمه کې ورته ماتې ولې نشي ورکولې؟ د پاکستان د حکومتي ادارې اېف،ډي،اېم،ای ترمخه دا وخت د قباېلي سيمو نه 374819 کورنۍ د نا قرارۍ د لاسه د کډوالوپه کيمپونو، په نورو سيمو کې د کراېې په ابادو کې پراته دي یا د دوستانو اود خپلوانو کره مېلمانه دي- زما گمان دی په انتخابونو کې د پاتې وخت په حساب دغه کډوالو ته د ووټ حق ورکولو موقع به مېلاو نه شي- خوطمعه ده په کور ناست قباېل به ووټ ورکوي-
د لته په ېوولسمه مۍ 2013کیدونکو انتخاباتوکې د اووه قباېلي ايجنسو د 11 او 1 د اېف ار د قامي اسمبلۍ د سيټونو شمېرې وړاندې کوومه- دا ټول 12 سيټونه دي-

باجوړ ایجنسي
په باجوړ قبایلي ایجنسۍ کې دوه حلقې دي. این اې 43 او این اې 44 - په دی حلقه کې ټول رجسټرډ شوي ووټونه 353554 دي د سړو ووټونه 221188 دي. ښځې پکې 132366 دي.
په حلقه نمبر 43 ټول 30 امیدواران په میدان کې دي. ددی حلقې نه د خیبر پښتونخوا د ګورنر انجینیر شوکت الله پلار بسم الله خان هم آزاد امیدوار دی. د پښتو یو متل دی - چې سپین مخ دی غمی دی نو څه دی کمی دی- قباېلو ته خو د پولیټکلۍ اردلي هم غټه بلا ښکاري او د بسم الله خان خو د خیره زوی ګورنر دی. ېو بل متل دی ماموته بېا دې موته
د حلقه نمبر 44 نه 44 امیدواران په میدان کې دي چې پکې پخوانې وفاقي وزير شهاب الدین خان هم شامل دی. په دی حلقه آزاده ښځه امیدواره بادام زري هم په میدان کې ده. خو د روستني رپورټونو تر مخه هغه وس یوه علامتي امیدواره پاتې ده.


خېبر اېجنسي-
دلته د قامي اسمبلۍ دوه سيټونه اېن،ای 45 او 46 دي او د ټولو رجسټرډ شوو،وټونو شمېره 336763 ده- ښځې ووټ ورکونکې 125268 او سړي 211495 دي- د اېن 46 په تیراه او خواوشا سيمو کې د وسلوالو ترمېنځه د جگړې د لاسه نزدې د 86 زرو نه زېاتې کورنۍ کډوالې دي- دلته 25 کانديدان په مېدان کې دي-
داېن اې 45 نه هم 25 کانديدان په مېدان کې دي خو د لنډيکوتل او جمرود په علاقو مشتمل دغه حلقه نسبتأ قلاره ښکاري-

کرمه ايجنسۍ
په کرمه کې دوه سيټونه 38 او 37 دي- د ووټونو شمېره 262021 ده چې پکې107668 ښځې دي او 154353 سړي دي - په اېن اې 37ټول 47 او په اېن اې 38ټول 35 امیدواران په مېدان کې دي- په کرمه کې پوځ موجود دی خود طالبانو
هم په سيمه کې مضبوط مرکزونه دي-

مومند
په مومندو کې هم د قامي اسمبلۍ یوسيټ اېن اې 36 دی، د ټولو رجسټرډ شوو، وټونو شمېره 177244 ده، په دې کې 59685 ښځې دي، او 117559 سړي دي دلته 44 امیدواران په مېدان کې دي- د پاکستان پوځ واېي دلته ېې طالبانو ته ماتې ورکړې ددې ځاې نه اوس د کډوالو په کېمپونو کې څوک نه دي پاتې-

شمالي وزيرستان
دلته ېوه قباېلي حلقه 40 ده چې پکې 160666 ټول وټونه دي- په دې کې 11704 ښځې او نور 148962 سړي دي- دلته 43 امیدواران مېدان ته راوتي دي- گمان کېږي د پاکستان دغه قباېلي سيمه د ډانگ او پړانگ د خوښې شریک او محفوظ کور دی- القاعده، د طالبانوحقاني شبکه او د اما وکما ټوپک مار دغلته جمع دي- د پوځ ېو پخوانی برگیډیئر او د سیمې کارپوهه سعد محمد خان راته په اونېزه پروگرم واشنگټن نه تر خېبره کې ویلي وو فاټا کې ځائې او بهرنو ترهگرو تنظیمونو سره د پاکستان د پوځ تاریخي او کلکې او ژورې رشتې دي
د پاکستان پوځ تل دغه تورونه رد کړې او وايي د ترهگرۍ خلاف جگړه کې يي په زرگونو عسکر بیللې.

آورکزۍ
په اورکزۍ کې د قامي اسمبلۍ ېوه حلقه اېن،اې 39 ده- دلته د رجسټرډ شوو، وټونوشمېره 125687ده ښځې پکې 49690 دي او سړي پکې 75997 دي، خو د حکومتي ادارې اېف،ډي،اېم،ای ترمخه په دوئ کې د نېمې نه زېات کډوال دي- ددې حلقې نه د پاکستان په پارلېمان کې د فاټا د منتخب نمائندگانو پخوانې مشر منیر اورکزی هم ولاړدی- ښاغلی منير اورکزی واي په قباېلي سيمه کرمه اېجنسۍ کې طالب کمانډرفضل سعيد ېې خپل دی - د ډيوه رېډېو په ېو پروگرام واشنگټن نه تر خېبره کې ښاغلي اورکزي په ځينو مسلو د طالبانو دفاع کوله- هغه دا نه منل تندلارو په بمي چاودنو، ځان وژونکو حملو ېا هدفي وژنو کې د دېرش زرو نه زیات کسان وژل شوي - منېر اورکزی واي د طالبانو په حملو کې ېواځې دوه زره خلق وژل شوي خو د دغه شمېرې په اړه هغه کوم کره معلو مات نه لري چې اولس قانع کړي -


جنوبي وزیرستان
په دي ایجنسۍ کې د قامي اسمبلۍ دوه حلقې دي. این اې 41 او این اې 42. د ټولو وټونو شمیره يي 200666 ده. چې ښځې پکې 66413 دي.او سړي 134253 دي- د غیر دولتي ادارې فیفین تر مخه د اېن اې 41 نه 18000 رجسټرډ وټونه کډوال دي. په دی حلقه کې دری سب ډویژن واڼا ، لدهه او سروکۍ دي. په دی حلقه د طالبانو د مولوي نظیر ډلې قبضه ده. تیر کال مولوي نظیر د ډرون په یوه حمله کې وژل شوی وو.
د جنوبي وزيرستان په این اې 42 ټول 23 امیدواران په میدان کې دي - په دې حلقه د کال ٢٠٠٨ انتخابونه، نه وو شوي.دلته دا ځل هم د انتخابونو کېدل گران ښکاري - ددی ځايی نه 82 زره خاندانونه کډوال شوي چې په ټانک ، ډي آيی خان، ژوب او کراچۍ کې پراته دي. د پولیټیکلې چارواکي وايي په دوي کې 10000 نه زیات خاندانونه بیرته ستانه شوي دي. دلته پوځي اپریشن شوی دا حلقه د طالبانو پخواني وژل شوي مشر بیت الله محسود مرکز وو. د طالبانو د اوسني مشر حکیم الله محسود تعلق هم ددی سیمې سره دی خو د هغه په باره کې کره معلومات نشته. ګمان کیږي هم دلته یا په اورکزۍ ایجنسۍ کې پټ دی-


حقله47 ایف آر
په دی حلقه کې 43 امیدواران په میدان کې دي. او دلته 121712 رجسټرډ وټونه دي. دلته شپږ ایف آر یا نېمې قبایلي سیمې دي. چې پکې ،اېف آر پېښورټول ووټونه 23371 اېف آر کوهاټ،ټول وټونه 41070 اېف آر بنو ټول ووټونه 9482 اېف آرلکي مروت 9939 او اېف آر ټانک ټول وټونه 15581 او اېف ار ډي اېي خان ټول ووټونه 22269 لري-
ددی حلقی په ایف آر ټانک کې د طالبانو د مرستیالې ډلې مشر عصمت الله عرف شاهین ډله او د پنجابي طالبانو منصور البدر ډله، د حقاني شبکې پلوه اول خان بیټني ډله هم مرکزونه لري.
د حلقه 47 په ایف آر پیښور او ایف آر کوهاټ کې د طالبانو طارق آفریدي ډله فعاله ده.
د 27220 کلوميټره خاورې مالکانو قباېلو په جمهوري عمل کې شرکت ته بې تابي وېنمه خو دا هم راته ښکاري چې دوي د پړانگ او ډانگ په منځ کې ډېر بد بد ښکېل دي-
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG