لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډرون بريدونه څوک ودرولې شي ؟


ایا د پاکستان په قبایلي سيمو کې د پټو شوو غېر قانونه گرزول شوو جگړه مارو په ضد د امريکې د بې پایلټه ډرون روان خصوصي اپرېشن یا عملېات په اسلام اباد یا واشنگټن کې د کوم گوند ېا مشر په واک کې د تلو راتلو سره څه تعلق لري؟ که نا دغه کار د اولس نه په پټه د دواوړو هېوادونو د پوځي مشرانو تر منځه د ېوې لوظنامې لاندې روان دی؟--- د اولس نه په پټه ساتل شوې یوه داسې لوظنامه-- چې د نيمې نړۍ پکې مفادات تړلي او خوښه شامل ده-
دغه ېوه داسې پوښتنه ده چې سم او قوي ځواب اورېدو ته ېې د پاکستان اولس لېواله دی، دپاکستان د اولس ددغه سوال ځواب اورېدو ته د زبردستې لېوالتیا وجه داده چې د ښي اړخه گوند زاړه پالي مشر نواز شريف په واک کې د راتگ نه مخکې ددغه ډرون حملو ودرولو لوظ کړې وو، زه نن په دې ليک کې ځیني داسې حوالې وړاندې کومه چې ددغه سوال پکې په ډېرپه اسانه او ساده ټکو کې ځواب راووځي-
د پاکستان په درېم ځل وزيراعظم جوړ شوي ښاغلي شریف د پاکستان پارليمان ته په خپله لومړۍ وینا کې ویلي مونږ د نورو د خود مختارۍ احترام کوو خونور ځمونږ د خود مختارۍ احترام نه کوي، ډرون حملې وس بندېدل پکار دي د ښاغلي نواز شریف د تقریر نه یواځې دیارلس ورځې وړاندی د امریکا صدر براک اوباما د امريکې په ډیفنس یونیورسټۍ کې د وینا په وخت د دغه ډرون بریدونو دفاع کړی. ښاغلې اوباما واېي دغه جګړه په انصاف ولاړه ده. هغه زیاتوي د امریکې د نړي والو ترهګرو پرضد جګړه قانوني ده. د امریکې عملیات قانوني دي ، په مونږ په ۱۱/۹ حمله اوشوه، او دهغې یوه هفته وروستو د امریکا کانګریس په پوره توان سره د ځواکونو د استعمال اجازت ورکړو
د امریکې صدر په خپل تقریر کې د دغه جګړی د قانوني حیثیت په باره کې ویلي وو، د دهشت ګردو په خلاف د امریکا دغه جنګ د ځاېي او نړی واله قانون تر مخه روان دی. ښاغلي اوباما په ډیفنس یونیورسټۍ کې د وینا په وخت ډیره په ډاګه وېلي وو چې امریکا چرته هم حمله کوي نو د خپلو ټولو ملګرو د مشورې او رضا بغیر ېي نه کوي. هغه دا هم ویلي وو د ډرون حملې په زمکه د حملو په مقابل کې ډیرې کامیابه ، آسانې او ګټه ورې دي - په دی ورستیو کې د پاکستان د طاقتوره پوځ پخواني مشر صدر جرنیل مشرف چې دا وخت د هیواد په خلاف د غدارۍ په مقدمه کې په خپل کور کې بندیوان دی د امریکې د یو ټي وي سي این این سره پخپله مرکه کې منلی د امریکا سره ېي د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ډرون د محدود او محتاطه حملو د یوی لوظ نامی لاندی اجازت ورکړی وو. د رازونو نه پرده پورتکونکي ويکي ليکس په دغ حقله چې کوم رازونه شایع کړي هغه هم دا وېي په پاکستان کې چې کله د ډرون حمله کېږي نو د پاکستان چارواکي ترې د مخکې نه خبر وي- زما په خیال د ښاغلي اوباما په ډیفنس یونیورسټۍ کې د تقریر د پخواني صدر جرنیل مشرف د اعتراف وروستو د بل کوم دلیل وړاندی کولو ضرورت نشته چې ګنې دغه بریدونه د پاکستان د خوښې نه بغیر کیږي.
اوس که چری د پاکستان ښې اړخیزه ګوند زاړه پالی مشر نواز شریف دغه بریدونه د پاکستان د سالمیت خلاف ګڼي او اودرول ېي غواړي نو بله لاره ورسره یواځېنۍ دا پاتې کیږي چې د ډرون د ویشتو حکم ورکړي او د امریکه په شمول د نېمي نړۍ سره جنګ ته غاړه کېدي- خو سوال دا دی چې پاکستان د دغه جنګ توان هم لري ؟ او هم دغه سوال د پاکستان د یو شخصي ټي وي سره په مرکه کې د پاکستان د صدر ښاغلي آصف علي زرداري نه شوې وو. او د ښاغلي ځواب دا وؤ څوک چې د ډرون د ویشتو دعوی کوي پریږده چې راګوزار ېي کړي خو بیا ېي خپله دا هم اویل آیا مونږ د ډرون راغورځولو توان لرو؟ او که چری دغه مرغۍ راګوزاره کړو نو بیا د هغې وروستو به څه کیږي.. ؟
د پاکستان پښتونخوا په پیښور کې د باچا خان ایجوکیشن فاونډیشن مشر څیړونکي ښاغلي خادم حسین نه مې د صدر زرداري د دغه بیان په تشریح د ځان پوهولو کوشش اوکو نو هغه اویل: پاکستان په داسې حالت کې دی چې د خپل اسټبلشمنټ د تګلارو په وجه په سیمه او نړۍ کې یواځې شوی دی. په داسې کې که چری پاکستان د عسکري طاقت په لاره د دغه حملو مخه نیول غواړي نو سیاسي ، معاشي او عسکري طاقت ېي دغه توان نه لري چې د نیمې نړۍ ، یورپ، او شمالي امریکې سره جګړه اوکړي
د نواز شریف په شمول د پاکستان د سیاسي او حکومتي مشرانو د تیرو لسو کالو نه دریز دا پاتې شوی دی چې دغه حملی غیر قانونه او د پاکستان د خود مختارۍ خلاف دي- اېا داسې خو نه ده چې د پاکستان طاقتوره پوځ دامرېکې سره دغه لوظنامه په خپل سر کړې او د پاکستان سیاست دانان ېې لکه د شگو د بجو د خلقو سپورو سپکو اوریدو ته مخې ته کېښودي ؟

او یوسوال په اخره کې دا کومه که چري د امریکا بی پایلټه ډرون بریدونه د پاکستان د فضا یا هواېي حدودو خلاف ورزي ده او دې سره د پاکستان غیرت مجروح کېږي نو د پاکستان په قبایلي سیمو د تیرو څو لسیزو راهسې د طالبانو ، ازبکو، چیچنانو، چینیانو، یمنیانو او عربیانو قبضه هم د هیواد د سالمیت او غیرت خلاف ورزي ده ؟
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG