لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ایټمي وسله خوندي ده؟


پاکستان د زهر ژنو او باېولوجیکل وسلو د ملکونو او د جوهري وسلو د حفاظت په نړي واله ډله کې شامل دی
پاکستان د زهر ژنو او باېولوجیکل وسلو د ملکونو او د جوهري وسلو د حفاظت په نړي واله ډله کې شامل دی

د پاکستان د دفاعي چارو څیړونکې عایشه صدیقه واېي څه د ویری خبره ضرور شته دی او د وسلی غلطو لاسونو ته د رسیدو ټول خبرونه بی بنیاده نه دي: هغه واېي په ظاهره دغه ایټمی وسلی محفوظه لیدل کیږي خو په پاکستان کې د پوځونو په مرکزي دفتر جي ـ ایچ کیو او د نیوي په مهران بیس د وسله والو کامیابه حملی یری پیدا کوي چې دغه وسله وال تنظیمونه کومی نوری هم حملی کولی شي

د امریکی د خارجه وزارت ددی وضاحت پرته چې واېي د پاکستان امنیتي ځواکونه تکړه دي او د خپلو جوهري وسلو د خوندي ساتلو په کار ښه پوهه دي، نن د پاکستان په انګریزۍ ورځپانړه ایکسپرس ټریبیون کې راغلي اسلام آباد په هغه خبرونو خوشحاله نه دی چې په واشنګټن پوسټ کې چاپ شوي. واشنګټن پوسټ د امریکی د استخباراتي اداری نه دتختیدلي غړي ایډورډ سنوډن غلا کړي خصوصي معلوماتو په حواله لیکلي وو د اوباما حکومت د پاکستان د ایټمی وسلی په خطره کې کیدو باندی فکر منده دی. د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ کې د دغه هیواد د قامي اداری نیشنل کمانډ اتهارټۍ په مهمه غونډه کې پدغه خبرونو خفګان خودل شوی دی.
د پاکستان د دفاعي چارو څیړونکې عایشه صدیقه واېي څه د ویری خبره ضرور شته دی او د وسلی غلطو لاسونو ته د رسیدو ټول خبرونه بی بنیاده نه دي: هغه واېي په ظاهره دغه ایټمی وسلی محفوظه لیدل کیږي خو په پاکستان کې د پوځونو په مرکزي دفتر جي ـ ایچ کیو او د نیوي په مهران بیس د وسله والو کامیابه حملی یری پیدا کوي چې دغه وسله وال تنظیمونه کومی نوری هم حملی کولی شي.
پاکستان د زهر ژنو او باېولوجیکل وسلو د ملکونو او د جوهري وسلو د حفاظت په نړي واله ډله کې شامل دی خو د پاکستان په ایټمي وسلو غلطو لاسونو ته د رسیدو دا لومړی ځل نه دی ولی د پاکستان د دفاعی چارو یو بل څیړونکی پروفیسر حسن عسکري ډیوه ریډیو ته واېي د پاکستان په ایټمي پروګرام غربي نړۍ له قصده شکونه پیدا کوي. نور تفصیل په دی رپورټ کې واورۍ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG