لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام آباد د واشنگټن بې باوره ملگری او په کابل غلبه غواړي


ښاغلی حسین حقاني په واشنگټن کې د پاکستان سفیر پاتی شوی دی
ښاغلی حسین حقاني په واشنگټن کې د پاکستان سفیر پاتی شوی دی
ښاغلی حسین حقاني په واشنگټن کې د پاکستان سفیر پاتی شوی دی. د خپل سفارت په اخېرې ورځو کې پرې د پاکستان پوځي واکمنو د امریکې پوځي چارواکو ته د هغوي په خلاف د خط لیکلو تور پورې کړی وو. حسین حقاني دغه تورونه رد کړي وو خو د سفارت چوکۍ يي پریښودې وه. حسین حقاني خپل تازه کتاب "بې مثله وسوسې – پاکستان، امریکا او دغلظ فهمو یو ستر تاریخ". د پاکستان او امریکا د اړیکو په مرکزي خیال لیکلی دی. د ډیوه ریډیو سره ښاغلې حقاني په خپله خصوصي مرکه کې د پاکستان او امریکې تعلقاتو نه علاوه د پاکستان د پوځ د خپلو گاونډیانو په خصوصیت سره په افغانستان کې کردار په هکله پوښتنو ته ډاگیزه ځوابونه ویلي دي. هم دلته يي د پوښتنو او ځوابونو په انداز کې وړاندې کوو.
please wait

No media source currently available

0:00 0:17:02 0:00
Direct link

. په افغانستان کې خلک ملگري جوړول ، پېښور ، کوئټه او اسلام اباد کې ساتل او بيا هلته په خلکو اثر انداز کول دا د افغانستان د آذادۍ خلاف خبره ده
. په افغانستان کې خلک ملگري جوړول ، پېښور ، کوئټه او اسلام اباد کې ساتل او بيا هلته په خلکو اثر انداز کول دا د افغانستان د آذادۍ خلاف خبره ده


پوښتنه : ښاغلې حقاني صېب تاسو په خپل کتاب ٫٫ بې مثله وسوسې ـــ پاکستان امريکه او د غلط فهمو يو سترتاريخ ،، کې ليکلې چې د پاکستان په خاوره د امريکې ډرون حملې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ائې اېس ائې او سي ائې اې په شريکو هڅو شوې ، ايا وروستنۍ ډرون حمله چې پکې د طالبانو مشر حکيم الله محسود او نور مشران وژل شوي . دغه حمله هم د دواړو هېوادونو په شريکه خوښه شوې کنه يواځې امريکې کړې ده ؟

ځواب: دا وخت زه په حکومت کې نه يم نو څه داسې معلومات نه لرم . زه نه شم وئيلی په اصل کې به څه شوي وي . خو دا خبره په خپل ځائې اټله ده چې د امريکې د دشمنانو په فهرست کې په جنوبي او شمالي وزيرستان کې موجود د پاکستان طالبان شامل نه وو . او په څه وخت کې چې د پاکستان اکثره خلکوبه دا ګيله کوله چې امريکه اخر يواځې د جلال الدين حقاني په ډله حملې ولې کوي . د بېت الله محسود ډله ولې نه په نخښه کوي . د هغې په ځواب کې امريکې په بېت الله محسود حمله اوکړه او وس يې حکيم الله محسود په نخښه کړېدی . زه دا خو په يقين سره نه شم وئيلې په پټه به څه خبره شوي وي . خو
دا حقيقت دی چې د امريکې ، د پاکستاني طالبانو پله پام د پاکستان د ځواکونو په درخواست راگرزېدلې دی . خپله دې کې د امريکې سياسې مفادات شامل نه دي
.

پوښتنه : ستاسو په نوې کتاب کې مرکزي خيال د امريکې او پاکستان اړيکې دي . که چرې تاسو په لنډو ټکو کې ځمونږ اورېدونکو ته د دې اړيکو حال بيانوۍ ، نو څه به وي ؟
ځواب: پاکستان د ۱۹۴۷م نه د امريکې د مرستو طلبگاره پاتې شوې دی . د پاکستان خپل توان کم و پاکستان د هند مقابله کول غوښتل او د هغې دپاره ويړيا (بې روپو ) وسله پکار وه . ځکه پاکستان لومړې وئيل چې د روس خلاف به د امريکې ملگرتيا کوي . بيا د افغانستان په جگړه کې به د امريکې مرسته کوي. په څه نه څه وجه پاکستان د امريکې نه مرستې اخيستې ، خو د پاکستان اولس ته کله هم دا نه وه معلومه چې د امريکې سره پاکستان خپل تعلقات ولې غوزوي ، او پاکستان په دې بدل کې څه اخلي . اود قسته د پاکستان د اولس د امريکې په ضد غصه په ځائې وساتل شوه . او د دغې خبرې په ترڅ کې د نوؤ گټو ترلاسه کولو هڅې روانې وې .دويمه خبره دا ده چې د امريکې غلط فهمي دا وه چې که چرې مونږ پاکستان ته امداد ورکوؤ ، نو پاکستان به د هند ، کشمير او په ورستيو کې د ترهگرۍ او د خپل ايټمې پروگرام په حقله خپلې تگ لارې بدلې کړي .
چې د پاکستان اکثره خلکوبه دا ګيله کوله چې امريکه اخر يواځې د جلال الدين حقاني په ډله حملې ولې کو
چې د پاکستان اکثره خلکوبه دا ګيله کوله چې امريکه اخر يواځې د جلال الدين حقاني په ډله حملې ولې کو
خو د پاکستان تگ لاره د څو بلينه ډالرو په بدل کې بدلېدې نه شي . او اخري نقطه دا ده چې د شلمې پېړۍ په اخراو يوويشمې پېړۍ په شورو کې يو شمېر داسې هيوادونه دي چې د امريکې نه يې مرستې اخيستې دي او د امريکې ملگري جوړ شوي دي. دغه ملکونه په اقتصادي توگه ډېر مخکې لاړل ، لکه په دويم جنگ عظيم يا لوئې جنگ کې تباه شوی جاپان ، جنوبي کوريا ، تائې لېنډ او فلپائن دا ټول ملکونه د امريکې د مرستو او ملگرتيا په وجه شتمن شوي دي . خود بده مرغه پاکستان نه خو شتمن شو او نه خوندي . پاکستان له په دې غور پکار دې ، چې د امريکې د امداد نه په مکمله توگه گټې ولې پورته نه شوې ، او امريکې له په دې غور پکار دی چې امداد يې د پاکستان په پرمختگ ولې نه تماميږي
حکمرانانو د خپلو مطلبونو په خاطر اولس د قسته د امريکې دښمن کړی دی
حکمرانانو د خپلو مطلبونو په خاطر اولس د قسته د امريکې دښمن کړی دی

پوښتنه : په پاکستان کې د ځينو څيړونکو په خيال د هيواد حکمرانانو خپل اولس ته امريکه تل د دښمن په شکل کې ښودلې ده . تاسو د دغه نظر سره څومره اتفاق کوۍ ؟ او که ده نو ولې ؟
ځواب:
د پاکستان حکمرانان گڼي که چرې اولس يې امريکه د دشمن په شکل کې پېژنې ، نو دويې امريکې ته ويلې شي چې اولس يې خلاف دې خو حکمرانان يې ملگري دي
. حکمرانانو د خپلو مطلبونو په خاطر اولس د قسته د امريکې دښمن کړی دی ، ولې بيا هم امريکه د پاکستان دښمنه نه ده . او نه يې ورسره داسې څه مقصد دی چې د هغې د لاسه ورسره دښمني وکړي . که چري پاکستان هم د امريکې سره ريښتونې ملگرتيا کولې نو ولس به يې لکه د جنوبي کوريا د خلکو په رنگ خوشحاله وی . خو ځمونږ بدبختي دا ده چې مونږ د قامي تشخص جوړولو په خاطر د مذهب غلط استعمال کړی دی . د قام مذهبي جذبات مو راپارولي دي او په خپله سيمه کې مو د افغانستان او هندوستان سره تل دښمني کړې ده او په يوه داسې خارجي تگ لاره مو سفر کړی دی چې د عسکري واکمنو د خوښې نه چاپېره چورلي .

پوښتنه : خو ځينې خلک دا هم فکر کوي ، د پاکستان سره د دوستۍ په نوم نورو ملکونو خپل مطلب پوره کړې دی ؟
ځواب: گوره په نړۍ کې دهيوادونو تعلقات لکه د ښځې خاوند د عشق په رنگ خو نه وي کنه د هيوادونو تعلقات همېشه په مفادونو پورې تړلی وي . پاکستان خپل مطلب په نظر کې ساتي ، امريکه او نورملکونه خپل . که چري زه دا وويم چې پاکستان کې دې ماشومان سکولونو ته لاړ شي ، په خپل پرمختگ دې توجه ورکړی شي . په پاکستان کې دې روزگار پېدا شي نو ماته به ووئيل شي او دا خبره خو ټيک ده . خو د اصل پاکستان مطلب دا دی چې په کشمير کې بری ترلاسه کړي . د اصل پاکستان مطلب خو دا دی چې د هند سره جگړه وشي د اصل پاکستان مطلب خو دا دی چې په افغانستان کې جهاد وشي . په پاکستان کې خو په دې خبره نه کيږي اصل مفاد او مطلب يې څه دی د پاکستان په مفاد که چري خبره په ايماندارۍ خبره وشي نو اولس ته به ټوله خبره سپينه شي . چې امريکې سره دا اړيکې د دويې په مفاد کې دي او دا نه دي
په ۱۹۵۰م کې د پاکستان لومړی وزيراعظم لياقت علي خان په خپل لومړي سفر امريکې ته راغلی وو . د هغه نه څه موده وړاندې د هندوستان وزيراعظم جواهر لال نهرو هم راغلی وو. امريکايانو د نهرو نه پوښتلي وو ، ستاسو د نوي هيواد دپاره څه کولی شو ؟ نهرو ورته ويلي وو مونږ له په کرونده گرۍ کې لاس راکړۍ ، مونږ سره په زده کړو کې مرسته وکړۍ . نن په هند کې کرونده ، صنعت او تعليم ډېر مخکې تلی دی هلته وس د نړۍ نه خلک زده کړو ته ورځي
بلې لور ته چې هم دغه تپوس د لياقت علي خان نه وشو نو هغه ورته وويل ، مونږ ته ټېنکونه ، هوائې جهازونه او وسله پکار ده . چا چې څه غوښته هغه ورته مېلاويدل ، او نن نتيجه دا ده چې مونږ په نقصان کې يُو .
پاکستان له د افغانستان او هندوستان سره ښې اړيکې جوړول پکار دي
پاکستان له د افغانستان او هندوستان سره ښې اړيکې جوړول پکار دي


پوښتنه : ستاسو په کتاب کې څه تاريخي خبرې دي زه هغې پلو ته تلل غواړم ، خو چې څه اوسنۍ خبرې رانه پاتې نه شي . سوال دا دی ، دا وخت د واشنگټن او اسلام اباد تعلق د دوه ملگرو دی ؟ او د دويې د تعلق پېمانه څه ده ؟
ځواب: واشنگټن او اسلام اباد يو بل دوستان نه گڼي دواړه د يو بل په حقله د زورورو وسوسو او غلط فهمو ښکار دي ، او دواړه په يو بل اعتماد نه کوي او په دغه بد اعتمادو کې يو بل ته مُسکي مُسکي کيږي . لکه څنگه چې د نواز شريف په سفر کې وشو خو ورسره ورسره پشي شا د يو بل خلاف سازشونه هم کوي

پوښتنه : حقاني صېب تاسو تل د پوځيانو په ضد د جمهوري حکومتونو په ډله کې يې ، په دغه وجه مو د يو سفيرپه هيڅ څه مشکل ليدلي ؟
ځواب: په ما تل دغه فشار وو چې زه د امريکې سره د اولسي او جمهوري حکومت د اړيکو په ځايې يواځې پوځي اړيکې په مخکې بوځم . په تيرو وختونو کې درې ډکټېټرانو د لسو لسو کالو نه زيات حکومت کړی دی . ايوب خان ، ضياالحق او پرويز مشرف په وخت کې دلته په واشنگټن کې جرنېلان سفيران پاتې شوي دي . د دغې د لاسه تل د دواړه هېوادونو تعلق د پوځيانو په کچه پاتې شوې . ما تل دا ويلي د پاکستان د اولس او مشرانو له د امريکې سره ښه تعلق پکار دی . د دې په وجه به د امريکې په نړۍ کې د غوره يونيورسټيانو نه ځمونږ بچي سبقونه اووائې . مونږ به د دوۍ د سائنسي پوهو نه گټې ترلاسه کړو مونږ به د دوۍ د اقتصادي گټو نه څه واخلو . زما توجه تل د پاکستان د اتلس کروړه اولس د امريکې سره په تعلقاتو جوړلو وه

پوښتنه : حقاني صېب ستاسو په کتاب د ځينې تاريخي خبرو په حقله پوښتنې کومه . تاسو ليکلي د پاکستان جوړؤنکی محمد علي جناح د امريکې سره لوظ کړی وو چې په سيمه کې د غوزېدونکي روسي طاقت او هندي سامراجيت په خلاف به لکه د غر ودريږي ، خپله دا وخت پاکستان چرته او څنگه ولاړ دی ؟
ځواب: د پاکستان بدبختي دا ده چې د ځان لپاره يې څه مقصدونه غوره کړي هغه يې هم ترلاسه نه کړل او څه مقصدونه چې د اختلاف لرونکو په نظر کې وو هغه هم ترلاسه نه شو .
پښتون مشر باچاخان او بنگالي مشر حسېن سهروردي به دا خبره کوله چې د امريکې سره د جگړو ملگرتيا نه ده پکار . او پاکستان له د افغانستان او هندوستان سره ښې اړيکې جوړول پکار دي . ځکه چې د گاونډيانو سره د جگړې وروسته په قلاره پاتې کېدل گران وي
، خو ځمونږ عسکري او سياسي مشرانو په سيمه کې لانجې جوړول غوره گڼل . او د ډېرو لرو پرتو هېوادونو سره يې ملگرتيا جوړه کړه . نن دا حال دی چې يو خوا ته مونږ سره ايټم بم دی خو بلې لوري ته په کروړونه خلک بې روزگاره دي او د تعليم څه بندوبست نه لري

پوښتنه : محترم حقاني صېب تاسو د يو بل گاونډي هېواد افغانستان په حقله د صدر ايوب خان په حواله ليکلي ، چې هغه به افغانان کمزوري مسلمانان گڼل . ايا د پاکستان د پوځ په مزغو کې د برترۍ سوچ د تل نه پروت دی ؟
ځواب:ايوب خان خو د پاکستان په پوځ کې نه وو برتي شوی هغه خو د برطانيې په پوځ کې وو . او د پاکستان عسکري مشران د ۱۹۴۷م نه تر ۷۰م او ۸۰م د لسيزې پورې ډېر داسې وو چې صرف د پېشې په توگه وو. د دغه خلکو په مازغو کې ډېر تعصب وو . او دا صرف د افغانانو په حقله نه وو د بنگاليانو په حقله هم وو . کله چې انگرېز لاړو نو د پاکستان دغه پوځيانو ځان انگرېز گڼل شورو کړه او خيال يې کوؤ چې لکه د انگرېزانو په رنگ به حکومت کوي . د هغوۍ په مازغو کې هم هغه وخت د فرنگي سوچ وواو دغه سوچ د اوچتوالي او کرکې نه ډک وو . او
دا خبره د جهالت ډکه ده گنې افغانان سم مسلمانان نه دي يا بنگاليان سم مسلمانان نه دي . اصل خبره دا وه چې د پاکستان پوځ د هند سره ملسل جگړه غوښته افغانانو او بنگاليانود روغې جوړې سره مخکې تلل غوښتل . د کشمير لانجه شته دی خو د دې په سر ټوله سيمه گډه وډه کول نه دي پکار.

او حقاني صېب زما د تپوس دويمه برخه دا وه چې د پاکستان پوځ وس هم د بادشاهانو خوئي کوي ؟
ځواب: ځينې افسران خامخا تعصب لري ، هغه شان تعصب کوي لکه چې په مشرانو کې يې وو او د هغې نه وړاندې په انگرېزانو کې وو

پوښتنه : د جنرل ايوب خان او جنرل ضياالحق افغان تگ لاره يوه وه ؟
ځواب :په بنيادي توگه د ضياالحق په وخت کې پوځ سره د امريکې امداد کېدو . او هلته د روس خلاف جهاد روان وو د مجاهدينو پاکستان ته سترگې وې . او گڼ شمېر افغانان د کډوالو په شکل کې پاکستان ته راغلي وو . خو بنيادي خبره دا ده چې ضياالحق او ايوب خان دواړو دا غوښته چې افغانستان د پاکستان د اثر د لاندې وي او خپل آذاد سوچ ختم کړي او خپله آذاده تگ لاره ونه ساتي . د دې خبرې ثبوتونه موجود دي دغه خبره ايوب خان هم کړې او ضياالحق هم . افغانستان دې د پاکستان د موټي لاندې وي دا سوچ غلط وو . افغانان يو غېرت مند قام دی او د افغانانو تاريخ ډیر ستر دی د پاکستان د تاريخ نه ډېر اوږد دی ځکه دغه قسمه سوچ د يوې غلط فهمۍ علاوه څه هم نه وو . او دغه خبرې پاکستان ته نقصان اړولې
پوښتنه : تاسو د پاکستان په افغانستان کې په کردار نيوکې کړي . ايا وس هم د پاکستان په افغانستان کې مداخلت روان دی ؟
ځواب:زه خو دا نه ويم چې مداخلت روان دی خو دا به ويمه چې د پاکستان دغه خواهش کله نه دی بدل شوی چې د افغانستان حکومت دې تل د پاکستان د لاس د لاندې وي . زما په خيال د دواړو غوره تعلق پکار دی . دا اختيار افغانانو ته پکار دی چې خپل مشران خوښ کړي او د پاکستان اولس دې خپل حکمران وټاکي . دواړه هېوادونه دې دوستې وساتي . دا وئيل چې په افغانستان کې مونږ داسې حکومت غواړو چې طالبان دې په حکومت کې شامل وي . که چري افغانان خپله دغه نه غواړي نو مونږ اخر څوک يُو چې دغه غواړو . په افغانستان کې خلک ملگري جوړول ، پېښور ، کوئټه او اسلام اباد کې ساتل او بيا هلته په خلکو اثر انداز کول دا د افغانستان د آذادۍ خلاف خبره ده .
د صدر ايوب خان به افغانان کمزوري مسلمانان گڼل
د صدر ايوب خان به افغانان کمزوري مسلمانان گڼل



پوښتنه : حقاني صېب د دې مرکې په اخره کې به دا وويم ، چې مونږ د پاکستان په قبائلي سيمو او دافغانستان د پُلې په ليکه زيات اورېدل کيږو ، او ستاسو غږ هلته رسي او دغه خلک دا وخت د يو سخت مشکل نه تيرووځي په داسې کې ستاسو نظر څه ويني ؟ چرته به رسي دغه سيمه ؟
ځواب: قبائلي سيمې د خپلو رواياتو خيال کوي خو اخر هغوۍ له هم وس سوچ بدلول پکار دي ، دا يوويشتمه پېړۍ ده . د دې د ترقۍ نه گټه اخيستل پکار دي . هلته خلکو ته وسائل رسول پکار دي ، هغه وسائل چې نورو سره شته دی . دا وخت انسان سپوږمۍ ته ورسېدو د امريکايانو او روسيانو ښځې هلته ورسېدې ليکن ځمونږ خلک د ښځو د تعليم مخالفت کوي . په داسې حالاتو کې هلته د کرکې ، عصبيت او تنگ نظرۍ په ځائې ، قبائلي اولس ته د خپلو حقونو د گټو لپاره مټ مظبوطول پکار دي . بل طرف ته د پاکستان او افغانستان ترمينځه ، او د پاکستان او نړۍ ترمينځه تاؤ تريخوالی ختمېدل پکار دي ، مستقل جگړه د چا په گټه نه تماميږي . په سيمه کې د روس د ځواکونو افغانستان ته د راتگ نه ورستو قبائلي سيمې ، خېبر پختونخوا او افغانستان په جگړه سر شوې ، دوه نسلونه په دې جگړو کې تباه شو . اولس له يو داسې امن پلو ته تلل پکار دي چې د ټولو په گټه تمام شي
ښاغلې حقاني صېب ډېره مننه.
د ډيوه رېډیو په پروگرام واشنگټن نه تر خیبره کې د ښاغلې حقاني "بې مثله وسوسې – پاکستان، امریکا او دغلط فهمو یو ستر تاریخ" باندې څېړونکي ډاکټر تقي بحث کړی دی. تاسو ېې دلته اورېدې شۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:34:14 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG