لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوځ لخوا په سياستدانانو دويشل شوؤ پيسو پلټنې کيږي


تيرکال د اکتوبر په مياشت کې سپريم کورټ دريټائرډ ائيرمارشل اصغر خان په درخواست خپله فيصله کې وئيلي وؤ دهاغه وخت صدر غلام اسحاق خان، دپوځ سرلښکر(ر) جنرل اسلم بيگ اؤ دائي ايس ائي مشر جنرال اسد دراني دائين خلاف ورزي کړې وه.
تيرکال د اکتوبر په مياشت کې سپريم کورټ دريټائرډ ائيرمارشل اصغر خان په درخواست خپله فيصله کې وئيلي وؤ دهاغه وخت صدر غلام اسحاق خان، دپوځ سرلښکر(ر) جنرل اسلم بيگ اؤ دائي ايس ائي مشر جنرال اسد دراني دائين خلاف ورزي کړې وه.
پيښور- د١٩٩٠ء په لسيزه کې دپاکستان دننه په عامو انتخاباتو کې دټگۍ ټورۍ لپاره دخفيه ايجنسو له لوري په سياست دانانو دويشل شوؤ پيسو دپلټنو لپاره تيرکال دسپريم کورټ لخوا داورول شوې فيصلې سره سم دگل په ورځ سپريم کورټ دايف ائي اى څلور کسيزه کميټي جوړه کړې.
ددغه کميټۍ مشري به دايف ائي اى يا دپاکستان د پلټنو د مرکزي ادارې ايډيشنل ډائيريکټر جنرل محمد غالب بنديشه کوي اؤ په نورو غړو کې يې ډاکټر عثمان انور، قدرت الله خان اؤ نجاب قُلي شامل دي.په کميټۍ غږ شوى چې خپلې پلټنې دې په شپږو مياشتو کې مکملې کړي.
ددغه کميټۍ دجوړولو اعلان دپاکستان داخله وزير چوهدري نثار علي خان داتوار په ورځ ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال کړى ؤ اؤ په ډاگه کړې يې وه چې حکومت به دسپريم کورټ ټولې فيصلې په هر قيمت عملي کوي.
دغه پلټنې به ځکه د زيات ارزښت وړ وي چې تيرکال د اکتوبر په مياشت کې سپريم کورټ دريټائرډ ائيرمارشل اصغر خان په درخواست خپله فيصله کې وئيلي وؤ دهاغه وخت صدر غلام اسحاق خان، دپوځ سرلښکر(ر) جنرل اسلم بيگ اؤ دائي ايس ائي مشر جنرال اسد دراني دائين خلاف ورزي کړې وه.
خو دې ځل به ايف ائي اى يو بل پخوانى پوځي سرلښکر اؤ دائي ايس ائي پخوانى مشر هم دپلټنو برخه جوړوي چې دځينو خلکو په فکر به يو سخت کار وي.
له دې وړاندې حکومت تيره ورځ په پخواني پوځي مشر جنرال(ر) پرويز مشرف دکال ٢٠٠٧ په ٣م نومبر هيواد کې دبيړني حالت داعلان په کولو سره دائين په خلاف ورزۍ په هغه دغدارۍ دمقدمې چلولو دهائيکورټ په دريوؤ ججانو دمشتملې ځانگړې محکمې جوړولو درخواست کړى ؤ.
ددې ترڅنگ دسپريم کورټ په فيصله کې دا هم وئيل شوي وؤ چې دانتخاباتو په مهال ايوان صدر کې يو انتخاباتي سيل هم جوړ کړل شوى ؤ، چې دخپلې خوښې دسياست دانانو اؤ سياسي گوندونو مالي مرسته يې کړې وه ، ترڅو دانتخابي عمل په متاثره کولو سره دخپلې خوښې نتيجې ترلاسه کړي اؤ دپاکستان اولس دهغوي دټاکل شوؤ استازو څخه محروم کړي.
په ١٩٩٦ء کې اصغرخان پخپل درخواست کې دهاغو تورونو دپلټنې لپاره عدالت ته درخواست کړى ؤ چې پکې وئيل شوي وؤ دپاکستان خفيه ايجنسۍ ( ائي ايس ائي) داسلامي جمهوري اتحاد جوړولو لپاره په سياستدانانو ١٤٠ ملينه روپۍ ويشلې وې ، ترڅو دبې نظيربهټو دگوند( پاکستان پيپلز پارټۍ) دکاميابۍ مخه ونيول شي اؤ دغه شان د١٩٩٠ء په ټاکنو کې نواز شريف په لمړي ځل دپاکستان وزيراعظم جوړ شوى ؤ.
عدالت پخپله فيصله کې وئيلي وؤ کومې پيسې چې په سياست دانانو دهاغه وخت دصدر اؤ ائي ايس ائي لخوا هاغه وخت ويشل شوې وې هغه دې نۀ يواځې دا چې بيا راوړل شي بلکې دسود سره دې په حبيب بينک کې جمع کړل شي.
دعدالت په دغه پريکړه دنظرثانۍ لپاره دريټائرډ جنرال اسلم بيگ له لوري يو درخواست هم جمع کړل شوى ؤ چې تر دې مهاله پرې دعدالت له لوري کومه پريکړه نۀ ده شوې

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG