لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو کې کډوال څه غواړي؟


شوي په لکونو ماشومان، ښځې او مشران د ناروغۍ، ستړتیا او دپولیو د وایرس نه خوندي کولو سمدټکه تابیا ته محتاجه دي
شوي په لکونو ماشومان، ښځې او مشران د ناروغۍ، ستړتیا او دپولیو د وایرس نه خوندي کولو سمدټکه تابیا ته محتاجه دي

د خېبر پښتونخوا په بنو کې د صحت چارواکي واېې د شمالي وزيرستان نه بې کوره شوي په لکونو ماشومان، ښځې او مشران د ناروغۍ، ستړتیا او دپولیو د وایرس نه خوندي کولو سمدټکه تابیا ته محتاجه دي چارواکي وايي د کډوالو سره ډیرې ناروغۍ او دپولیو وایرسو یو سیلاب هم ملگرې شوې دی . د بنو صحت محکمې مشر اکبرجان ډيوه ریډیو سره په مرکه کې ویره څرگنده کړیده چې نه یواځی د انساني ناروغو سیلاب مخ نیوې پکار دی بلکه د بې کوره شوو سره په لارو څاوري هم ناروغه شوي دي چې سمدستي ټيکې غواړي. ډاکټر اکبر جان وایی په بنو کې لس لکه ابا دي ده او ورته پينځه لکه کډوال رسېدلي دي، هغه وایی کډوالو ته د ضلعی په تمامو 59 یونین کونسلو کې د کېمپونو بدوبست پکار دی. ډاکټر اکبر جان د بنو او صوبې اولس ته اپيل کړې دی چې کډوالو ته دې په خپلو کورونو کې ځایی ورکړې او په لارو کې دی ورته د څکلو صفا اوبو نه علاوه تولیه گانې او دلاسو او پښو صفا کولو صابونونه هم ورکړي. ډاکټر په خپله مرکه کې کډوالو ته هم مشوره ورکړې چې اوبه دی ډېرې څکي او په غرمو کې دې د گرځېدلو نه ځان ساتي. د صحت چارواکي واېې چې د بنو د مرکزي هسپتال نه علاوه ېې په ورکوټو صحت مرکزونو کې هم د بیړنۍ مرستو بندوبست کړیدی او وایی کډوالو له په بیړني حالاتو کې دغلته رسېدل پکار دي هغه وایی چې په لرې پرتو سيمو کې د ناروغانو لپاره د ډاکټرانو بېړنۍ ډلې او ایمبو لسنسونه هم ور لیږلې شي.

تفصيلي مرکه په لاندينۍ ليکه واورۍ

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:49 0:00
Direct link

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG