د وزيرستان میرام شاه د خلقو نه خالي شوی دی- د وایس اف امريکه ډيوه ریډیو خبریال اسماعيل خان د میرام شاه د سفر په حقله د امريکې وتلې ورځپاڼې نیو یارک ټاېمز لپاره ليکي "دبَازار په خالي کوڅو کې ېې ېواځې یو خر ليدلې"-
په اخبارونو کې راغلي عکسونه ښایی- د کورونو ديوالونه نړیدلي دي- د دروازو درشلې ختلي دي- او په بازار کې د دوکانونو زوړندې تمبې (شټرې) نيم کښو دي- ځاې په ځاېې د سرکاري لښکر ځلمي ولاړ دي او د ېو ویجاړ بازار په یوه دړدیدونکې منظر کې د تېر وخت د ثاندې انگازه خوره ده. تر لرې لرې د کوم انغري نا، نه څه لوگې خېژي، او نه څوک د چا په تنور ولاړې بي بي شيرينې د لاسو د ډوډوۍ ټپار اوري، د کنډر شوي بازار په هوټلو کې د کبابو کړي ساړه پراته دي او د زرولي کاکا د شملې د ول نه د عطرو خور شوې بوي د بارودو د بویی سره کوشېر شوی دی-- چرته لرې لرې پورې د کومې ونې په څانگه کومه خارونۍ خبرې هم نه کوي— یو یره ونکې سکوت دی -
دغه منظر داسې ځکه دی چې د پاکستان پوځ دغلته د دهشت گردو خلاف د جون د 15مې نه عملیات (اپرېشن) شورو کړی- د دهشت گردو خلاف د هوایی او ځمکني بمبارۍ نه څوورځې پس پوځ تیره ورځ ځيني پاکستاني او خارجي خبریالان ددغه ځایی د سترگو ليدلي حال د پاره خپله بدرگه کې بوولي وو.
اسماعيل خان وایی هلته ورته پوځي چارواکو د بارودو هغه کارخانه وښودله چې طالبانو به پکې بمونه جوړول، او دویی د ځان وژونکو برید کونکو د تربیی هغه مرکز ته هم لاړل چې د سونو په شمیره کې پکې ځان وژونکي تیاریدل. اسماعيل خان وایی پوځي چارواکو ورته ویلي چې 23 ټنه بارود ېې د دهشت گردو نه نیولي. د اسماعیل خان سره خبرې اترې په لاندینۍ ليکه واورۍ
فکر کومه چې کله د شمالي وزيرستان نه بی کوره شوي اته لکه نه زیات پښتانه خپلو ویجاړو شوو کورونو ته بېرته ستنېږي نود نړیدلو کورونو او ودانو تشې کنډرې به یی لاره څاري -- دویی ته به هلته نه د هر کلي ویلو او نه د حال ویلو څوک پاتې وي -- او کیدې شي چې یواځې پاتې شوې هغه خر هم د سرکاري لښکر د توپ گولۍ خوړلې وي چې پرون پورې د مېرام شاه د بازار په یو گوټ پیر کې حیران دریان ولاړ ؤ. خو دوزيرستان دغه کډوال به ځان سره د بنو، پېښور او خوست نه د بې وسۍ او خوارۍ نه ډکې مسافرۍ داستانونه خامخا راوړي-- او بیا به څوک شاعریا مورخ ددوي ددغه فریاد، درد او څړيکو نه څه ساندې او مرثيې جوړوي او بیا به په مزه مزه دغه زړه راښکونکي ليکونه د تاريخ په پاڼو کې په خپله چرته پټ شي او یو نوې هجرت او داستان به شورو شي. زه فکر کومه هم دغه دستور به تر هغې ژوندی وي تر څو د مذهب په نوم پښتانه دهوکې خوري--