هېلو--- جي جي - څوک خبرې کوۍ؟
غنچه خان زخمي صیب-- زه یم رحمان بونیری----
وا پخېر پخیر بونېر گله ، څنگه چل دی؟
خیر دی-- اختر دې امبارک شه زخمي صیب!!
اخترررر... اختر په توپه وله بونیر گله ---
اختر ماختر نشته -- دې ماتم کې اختر؟-- هن--
عنچه خان زخمي زما نه لږ مشر خو د ورکوټوالي ملگرې ، تکړه شاعر او په قام وطن مین پښتون دی. زخمي صیب ښه ډیر سبق ویلې او په گڼه گوره کې یی خلق خبرې ته غوږ هم نیسي--- دې اختر کې ورته ما د امبارکۍ ټلېفون وکړو نو جذباتي شو---
زخمي صیب تاسو خو جذباتي شوۍ خبره داده چې---
بونیر گله! پریږده خبره مبره – ماته غوږ ونيسه —
مونږه اخترې کول پریښودي دي— دلته د اختر څه کار دی-- اختر خو د راوي په غاړه دی -- چرته چې پېغلې ځلمي ، سره کړي لاسونه او اړولې څڼې جوړه جوړه گرځي.. د اباسين د غاړې د میندو زیږولو نه خو دغه حق د عربو دلالانو تروړلې دی .......
اختر خو د انارکلۍ د دوکاندارانو دی چې په ډلو ډلو گاهکونه ورله روان دي او د چين ماچين ، جاپان امریکې او لندن سامانونه خرڅوي ---- بونیر گله! د خېبر بازار دوکانداران خو چې خپل گاهک ته د دوکان ور پرانېزي نو اول لس کليمې لولي چې چرته څوک خود کش نه وي---
د زخمي صیب د خیره ښه ډیر ماشومان دي او د ناروغه مور د درملنې خرچ ېې هم ښه ډېر دی، نو د شاعرۍ د دندې سره سره ېې په پېښور کې ېو دوکان هم اچولې دی- زخمي صیب چې د دوکان او گاهک زکر شورو کړو نو ما وې گني سړی کاروبار کې نقصاني شوې دی او د تبې د تاوا غږېږي- خو زخمي صیب سره د ځان غم کم او د قام غم زیات مل ما لومیدو...هغه په یو سا کې د سیاسی مشرانو وچ لامده هم یو ځایی کړه--
بونیر گله ! اخترخود جاتي امرآ د پاچا نوازشريف سره ښایی چې په پنجاب کې امن دی --- نواز شريف یی په مدينه او مکه کې هم نمانځلي شي-- د چارسدې اسفندیارخان او د گلستان محمود خان سره اختر نمانځل نه ښایی – پښتانه خو د تېرو دولسو کالو نه په غم کې دی او اوگې ورله جنازو اوچتولو را ټيټې کړي دي ...
بونیرگله ته ماته اووایه چې اسامه د عربستان نه راروان شو او په کابل ولگید ، وېل يي اسلام راولم نو د ته دا دوبۍ نزدې وه که قندهار؟ ته ماته اووایه په کابل یا قندهار کې چکلې دي که په دوبۍ کې؟ د عربو شېخان خو ------ او بیا ور پسې د دیر یو ملا جان خلق راوپارول- پینډزي او تورې – تبرونه يي رواخسته -- ویل يي ځم جهاد له -- نو دا جهاد یواځې په دې خوار غريب پښتون فرض دی-- ؟؟ ته ماته یو قاضي، یو مفتي، او یو حافظ وښایه چې خپل ځوی یی جهاد له لیگلې وي؟
بونیر گله!! د سوات نه تر باجوړه -- او د کرمې نه تر وزيريستانه -- د پښتنو میندو سترونه مات شو خویندې بې لوپټو شوې او د شملو د خا وندانو شملې د وخت په ټوکر ډوډۍ پسې ټيټې شوې او ته ماته وائ اختر دی امبارک شه.....!!!
زخمي صیب تاسو----
ته صبر وکه بونیر گله زما خبره لا ختمه نه ده---
خو ما ټليفون کټ کړو ما سره د زخمي صیب د خبرو ځواب نه وو... که تا سو کولی شۍ نوغنچه خان زخمي صیب پوهه کړۍ اوورته اووايې چې هسې ځان له زړه نه خوري -- د ملا جان په دم--- دم شوي پښتانه په دغه لوبه لا وس هم نه دي پوهه -- پرېږده چې ډغرې خوري-----