لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مریم:نواز شریف دې دومره مجبور نکړی شي چې پټو رارونو نه اولس خبرکړي


میډیا سره خبرو کې هغې ویلي دپاناما قضیې په شا اصل مقصد وزیراعظم ته زورنه ورکول دي.
میډیا سره خبرو کې هغې ویلي دپاناما قضیې په شا اصل مقصد وزیراعظم ته زورنه ورکول دي.

پاکستان کې دپاناما لیکس پلټنو دپاره د سترې محکمې په امر جوړې ګډې پلټنیزې ډلې ته د وزیراعظم نوازشریف د کورنۍ د غړو وړاندې کیدل پرله پسې دوام لري.

د شورو په ورځ دغه پلټنیزې ډلې ته د وزیراعظم لور مریم نوازشریف هم وړاندې شوې خو هغې دغه ډلې ته د وړاندې کیدو څخه وروستو نامعلومو قوتونو اؤ خپلو سیاسي مخالفینو ته د پاناما په قضیه کې د وزیراعظم په کورنۍ دتورونو لګولو څخه د لاس اخستو خبرداری ورکړی دی.

په پاکستان کې سیاسي ګوندونو د وزیراعظم شریف د کورنۍ لخوا پخپلو مخالفینو دسازش لګول شوی تور د پاناما قضیې څخه هم سنګین بللي اؤ حکومت ته یې ویلي باید هغه خلک په ګوته کړي چې ددغه سازش ترشا ولاړ دي.

د پاناما د څیړلو دپاره جوړې ډلې ته له وړاندې کیدو وروستو د وزیراعظم نوازشریف لور مریم نواز په دغه پلټنیزه ډله دوئ سره دبې انصافۍ اؤ توپیري چلند تورونه تکرار کړي دي.

میډیا سره خبرو کې هغې ویلي دپاناما قضیې په شا اصل مقصد وزیراعظم ته زورنه ورکول دي.

مریم نواز وویل دغه سازش کوونکي غواړي چې ددوئ دکورنۍ سیاست ختم کړي خو هیڅکله به خپل مقصد کې بریالي نه شي.

هغې وویل”د هغې ورځې څخه وویریږئ چې کله نوازشریف خپله کیسه د اولس مینځ ته یوسي”

هغې دچا د نوم اخستو پرته خبرداری ورکړو چې وزیراعظم نوازشریف دې په هغه ډګر ونه درول شي چې کوم رازونه چې یې خپله سینه کې دفن کړي دي هغه د ډیرې مجبورۍ نه ددغو رازونو اؤ سازشونو څخه اولس خبر کړي.

هغې وویل د پلټنو ګډه ډله د شریف کورنۍ دغبن په هکله هیڅ ثبوتونه نه لري اؤ دوئ څخه دخپل شخصي روزګار په اړه پوښتنې کوي چې دا ددغه ډلې صلاحیت نه دی.

دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر ښاغلي سید خورشید شاه د نوازشریف د حکومت په ضد د سازشونو تور د پاناما لیکس نه هم سنګین بللی اؤ په حکومت یې غږ کړی چې هغه خلک دې هم په ګوته کړي چې ددې سازش ترشا ولاړ دي.

همدغه شان د قامي اسمبلۍ یوې ښځینه غړې شیري رحمان هم میډیا ته ویلي چې نوازشریف دا مهال واک په لاس کې لري اؤ په ډاګه دې ووایي چې څوک یې پښې وهي

“ته واکمن یې ، خو چې د چا نوم اخستل غواړې په ډاډه یې واخله”

هغې وویل د نوازشریف د کورنۍ دغړو دخبرو نه داسې معلومیږي چې دوئ دپاناما قضیې ته د حکومت اؤ پوځ ترمینځ دجګړې نوم ورکول غواړي.

دسترې محکمې په امر جوړې دغه ګډې پلټنیزې ډلې کې د پوځ، ایي ایس ایي اؤ پوځي استخباراتو چارواکي هم شامل دي.

دغه ډلې ته د پلتڼو دپاره وړاندې کیدونکي د نوازشریف دکورنۍ غړي داسې تاثر ورکوي چې ددغه ډلې لخوا کیدونکې پلټنې د بهر څخه کنټرول کیږي.

په پاناما لیکس کې د وزیراعظم نوازشریف د بچو د نومونو راتللو څخه وروستو دپاکستان دځینو سیاسي ګوندونو په خواست سترې محکمې ددغه قضیې د اوریدلو پریکړه کړې وه.

مخالفو ګوندونو د نوازشریف په کورنۍ تورونه لګولي چې تیکسونو نه دبچ کیدو دپاره یې پخپلو پیسو د هیواد نه بهر روزګارونه شروع کړي اؤ فلیټونه یې اخستي دي.

ددغو تورونو د سپینولو دپاره سترې محکمې ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړې اؤ هغې ته یې امر کړی چې په دوؤ میاشتو کې باید دا قضیه وڅیړي.

اوس چې دغه دوه میاشتې په ختمیدو دي د نوازشریف کورنۍ تورونه لګوي چې پلټنیزه ډله په پلټنو کې د جانبدارۍ مظاهره کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG