لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دنرښځیانو حقونو دپاره قانون سازي کیږي


نرښځیانو ته د وراثت دحق ورکولو ترڅنګ د دوئ زؤرولو کې ککړو کسانو ته  دسختو قانوني سزا ګانو ټاکلو سپارښتنې شوي دي
نرښځیانو ته د وراثت دحق ورکولو ترڅنګ د دوئ زؤرولو کې ککړو کسانو ته  دسختو قانوني سزا ګانو ټاکلو سپارښتنې شوي دي

دپاکستان د سینیټ یوې کمیټې دغه هیواد کې د نرښځیانو دبشري حقونو د تحفظ باوري کولو په لړ کې قانون سازۍ دپاره دوه قانوني مسودې تیارې کړي دي.

ددغه مسودو ترمخه نرښځیانو ته د وراثت دحق ورکولو ترڅنګ د دوئ زؤرولو کې ککړو کسانو ته دسختو قانوني سزا ګانو ټاکلو سپارښتنې شوي دي.

دپاکستان پیپلز پارټۍ دسینیټ غړې روبینه خالد چې ددغه ګډ ټاسک فورس مشري په غاړه لري د جمعې په ورځ یې اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي چې دغو دواړو مسودو ته دقانوني بڼې ورکولو په غرض به دا اوس پارلیمان ته وړاندې کولی شي.

په دغه موقعه د کمیټې نورو غړو وویل چې نرښځیان هم په دې هیواد کې هاغه حقونه لري کوم چې په هیواد کې نورو ښځو اؤ سړو ته ترلاسه دي.

هغوئ وویل نرښځیانو ته تحفظ ورکول د بشري حقونو یوه لازمه برخه ده

وائس اف امریکه ډیو راډیو سره خبرو کې د جمعیت علماء اسلام ( ف ) سره تعلق لرونکې د کمیټې غړې سنیټرې میرمن نعیمه کشور په تیارو شوؤ دغو دواړو قانوني مسودو کې د یوې مسودې په هکله وویل ددغه قانوني مسودې جوړولو مقصد دادی چې نرښځیانو ته د نورو بشري حقونو ترڅنګ په وراثت کې هم برخه ترلاسه شي.

هغې وویل په دغه قانوني مسوده کې د نرښځیانو ټولې اړتیاوې نظر کې نیول شوي خو ځینې معاملې پکې داسې دي چې هغه صوبو پورې اړه لري نو هغه به مونږ د صوبایي اسمبلیو له لارې مخې ته راوړو.

نعیمه کشور وویل چې نرښځیانو ته دپاسپورټ، شناختي کارډ اؤ د ووټ حق ورکول مرکز سره تړون لري نو ددغو ستونزو هواري دپاره به د قامي اسمبلۍ اؤ سینیټ څخه قانونونه جوړولی شي.

ددې ترڅنګ دغه قانوني مسوده کې دتعلیم ، روزګار اؤ صحت په شمول د ژوند ټولو څانګو کې هیجړاګانو ته د برابرۍ په بنیاد دحقونو ورکولو خبره شوې ده .

همدغه شان فوجداري قانون سره تړلې ترمیمي دوهمه قانوني مسوده کې د نرښځیانو په جنسي توګه د زؤرولو اؤ د دوئ جنسي کاروبار کې دککړو کسانو دسختو سزاګانو ټاکلو سپارښتنې شوې دي.

خو د نرښځیانو د خیرښیګړې دپاره د کارکوونکي یو غیر دولتي سازمان مشرښاغلي قمر نسیم ددغو قانوني مسودو په قانون د بدلیدو تر پړاوه رسیدو باندې اندیښنې لري.

ډیوه راډیو سره خبرو کې قمر نسیم ویلي چې ددغو قانوني مسودو دپارلیمان څخه منظوریدل یوه ګرانه مرحله ده ځکه چې عموماً دغسې مسودې که د سینیټ نه منظورې شي نو بیا د قامي اسمبلۍ څخه نه منظوریږي اؤ که دقامي اسمبلۍ نه پاس شي نو بیا سینیټ کې نښتې وي.

هغه وویل پکار خو دا وه چې دغه قانوني مسودې د حکومت له لوري پارلیمان ته وړاندې کړی شوی دی خو له بده مرغه دغسې ونه شول .

هغه دا هم وویل چې نرښځیانو د پاره د وراثت حق ټاکلو دپاره اسلامي نظریاتي کونسل اؤ دیني عالمانو سره مشورې نه دي شوي چې له دې امله هم په موجوده بڼه پارلیمان څخه ددغه قانوني مسودو په منظوریدو کې خنډان راولاړیدی شي.

پاکستان کې د نرښځیانو اصل شمیره لا تر دې مهاله نه ده معلومه اؤ په دې هکله دحکومت ، دمدني ټولنې اؤ نرښځیانو د تنظیمونو لخوا متضاد دعوې مخې ته راځي‌.

دپاکستان د سترې محکمې په امر نرښځیانو ته په شناختي کارډونو کې دجنس په اړه یوه بیله خانه جوړه کړل شوې ده اؤ په لمړي ځل تیرو ورځو کې د پيښور سره تعلق لرونکي یو نرښځي فرزانې ته په جاري کړی شوي پاسپورټ کې هغې ته د نرښځي پیژنګلو یا درجه ورکړل شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG