لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سينيټ کې دپوځ او عدليې په کردار ټکونه


د پاکستان په سينيټ کښې د حکومت او مخالفو ګوندونو غړو په ملکي سېاست کښې د پوځ او عدليې دمخ په سيوا کېدونکي لاسوهنې پسر سختې نېوکې کړېدي او د سينيټ مشر رضا رباني ويلې وخت راغلی چې پارليمان ټولو رېاستي ادارو ته وښايي چې د دوي حد څه دی
سينيټ کښې دشوي بحث په وخت د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند سينيټر جاوېد عباسې ويلي چې د پارلمان واک په هر دور کښې شوکول شوی دی او اوس هم داسې کېږي
دملت پاله بلوچستان نيشنل ګوند دسينيټر جهانزيب جمالديني وېنا وه چې پاکستان کښې واک تل د منتخب پارليمان په ځايې د مقتدره قوتونو په لاس کښې پاتې شوې او سينيټر جمالدېني د اعلي عدليې او د درېواړو پوځي ځواکونو د مشرانو د ټاکلو واک پارلېمان ته دورکولو غوښتنه هم کړې ده
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سينيټر عثمان کاکړ درېځ خپل کړی چې د پاکستان پوځ او عدليه د ګرد هيواد واک په خپل کنټرول کښې اخستل غواړي
ډېوه ريډيو سره خبرو کښې سينيټر کاکړ زياته کړې خو اوس وخت راغلی چې سينيټ ټولو رياستي ادارو ته خپل حد وښايي او بيا پرې دا ومني هم
هم ددغه ګوند سره تړاو لرونکي بل يو سينيټر اعظم موسی خيل د ټولو ادارو د يو شانتې احتساب غوښتنه کړې ده
او د پيپلز ګوند سينيټر فرحت الله بابر ويلې که دې پارليمان د ټولو ادارو احتساب باوري کولو لپاره قانون منظور نه کړو نو مسوليت به يې په ټول پارليمان او سياسې ګوندونو باندې وې
سينيټر بابر په دې خفګان څرګند کړې چې پېپلز ګوند هم د پوځ او عدليې د احتساب لپاره د مجوزه قانون مخالفت کړی دی
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکز کښې واکمن مسلم لېګ نواز ګوند د سترې محکمې لخوا د دوي دمشر او د هېواد دپخواني وزير اعظم نواز شرېف د ګوښه کولو پرېکړه د دوي په ضد سازش بلي او ګوند په اشارو کښې د دې مسوليت په پوځ او عدليه اچوي خو د پاکستان پوځ په ملکي سياست کښې د لاس وهنې تورونه ردوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG