لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دمذهب دسپکاوي قانون نه په ناوړه استفاده سینیټ کې بحث


دبشري حقونو د سیمه ایزو اؤ‌ نړیوالو سازمانونو لخوا پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دقوانینو ختمولو دغوښتنې مخې ته له راتلو وروستو هم پاکستان ددغه قوانینو ختمولو څخه انکاري دی.

دپاکستان دسینیټ د بشري حقونو کمیټې دمذهب دسپکاوي دقانون څخه دناوړه استفادې د مخنیوي په غرض ددغه قانون دعملي کولو په ضابطو کې دبدلون راوستو دپاره دیوې تګلارې جوړولو پریکړه کړې ده.

دغه کمیټې دپاکستان ناقراره صوبې بلوچستان کې دبشري حقونو څخه په کیدونکو سرغړؤنو اندیښنې هم ښکاره کړي.

د متحده قامې مومنټ دښځینه سینیټرې نسرېن جلېل په مشرې دسینیټ دبشري حقونو دکمیټې ترسره شوې غونډه کښې پاکستان کې دمذهب دسپکاوي د قوانینو اؤ بلوچستان صوبه کې دبشري حقونو د خراب وضعیت جاج اخستل شوی دی.

ددغه غونډې یوې برخه والې سنیټیرې ستاره میرمن ستاره ایاز وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي چې هغوئ بلوچستان کې دبشري حقونو خرابې وضعې سخت اندیښمن کړي دي.

هغې ویلي چې بلوچستان کې دبشري حقونو وضعیت ورځ تر ورځه خرابیږي .

سرچینې وایي په دغه غونډه کې زیاته پاملرنه د مذهب د سپکاوي دقانون څخه د ناوړه استفادې لوري ته ګرځول شوې ده .

په دې وروستیو کې امریکا اؤ برتانیه دپاکستان په حکومت غږ کړی ؤ چې دخپل هیواد څخه دمذهب دسپکاوي قوانین باید ختم کړي ځکه چې دا دبشري حقونو په ضد دي.

خو ددغه غوښتنې په ترڅ کې نن دپاکستان دقانون وزارت چارواکو دسینیټ کمیټې په وړاندې د مذهب دسپکاوي دقانون ختمولو احتمال رد کړی دی.

سینیټر ستاره ایاز زیاتوي چې دوئ هم د مذهب د سپکاوي دقانون ختمولو پلوي نه دي خو دا ضرور غواړي چې ددغه قانون څخه د ناوړه استفادې مخه باید ونیول شي.

ستاره ایاز وایي دکمیټې په غونډه کې پریکړه شوې ده چې په دغه لړ کې به زر یوه تګلاره جوړه کړل شي.

څیړونکي وایي چې پاکستان کې زیاتره وخت د مذهب د سپکاوي قوانینو څخه دلږکیو په ضد ناوړه استفاده کیږي .

تر دې مهاله پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دتورونو په اساس په لسګونو کسان د محکمو نه پشي شا قهریدلو مظاهرینو په لاس وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG