لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې به راتلونکې ټولټاکنې پخپل وخت وشي؟


دسینیټ څخه ددغه مسودې په منظورؤلو کې حکومت ځکه دستونزو سره مخ دی چې په سینیټ کې حکومت مخالفه ګوند پيپلز پارټي اکثریت لري
دسینیټ څخه ددغه مسودې په منظورؤلو کې حکومت ځکه دستونزو سره مخ دی چې په سینیټ کې حکومت مخالفه ګوند پيپلز پارټي اکثریت لري

دپاکستان مرکزي حکومت دقامي اسمبلۍ دنوؤ حلقو دټاکنې په دپاره ائین کې دبدلون دمسودې سینیټ څخه منظورولو کې دناکامۍ سره مخ دی اؤ مخالف ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ نه یې یوځل بیا همکاري غوښتې ده.

په دې وروستیو کې دپاکستان قامي اسمبلۍ دنوؤ حلقه بندیو دپاره دقانوني مسودې منظوري ورکړې وه.

پاکستان پیپلز ګوند اؤ نورو مخالفو ګوندونو هم ددغه قانوني مسودې په حق کې رایې ورکړې وې.

په دغه مسوده کې په قامي اسمبلۍ کې دپاکستان دترټولو سترې صوبې پاکستان د نهو چوکیو کمولو، دخیبرپښتونخوا د پینځوؤ اؤ دبلوچستان د دریوؤ چوکیو دزیاتولو پرېکړه شوې ده.

خو اوس دسینیټ څخه ددغه مسودې په منظورؤلو کې حکومت ځکه دستونزو سره مخ دی چې په سینیټ کې حکومت مخالفه ګوند پيپلز پارټي اکثریت لري.

تیره ورځ دنوؤ حلقو ټاکنو دپاره دسینیټ دوهمه رابلل شوې غونډه هم له کومې نتیجې پرته سرته رسیدلې وه .

دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر خورشید شاه څخه غوښتنه کړې وه چې ددغه مسودې دسینیټ نه په منظورولو کې دې حکومت سره مرسته وکړي.
په مرکز کې واکمن مسلم لیګ نواز اؤ ځینې نور سیاسي ګوندونه دحلقو دټاکنو په اړه دپیپلز ګوند په تګلاره اندیښنې لري اؤ دا د وړو صوبو دګټو به ضد بلي.

خو دپیپلز ګوند سنیټیر روزي خان کاکړ وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ددغه مسودې سینیټ نه د نه منظوریدو پړه په حکومت اچولې ده.

دپاکستان دټولټاکنو دکمیشن ویاند هارون شینواري ډیوه راډیو ته ویلي که پارلیمان په لږو ورځو کې دغه مسوده منظوره نه کړه نو بیا به راتلونکې ټولټاکنې پخپل ټاکلي وخت کول ګران شي.

له دې وړاندې پیپلز ګوند حکومت ته شرط ایښی ؤ چې دغه قانوني مسوده باید پارلیمان ته د وړاندې کولو نه وروستو د ګډو ګټو دکونسل نه منظوره کړل شي اؤ اوس که هرڅو حکومت دغه شرط پوره کړی خو پیپلز ګوند سینیټ څخه ددغه مسودې منظورۍ ورکولو دپاره خپلو رایې ورکولو ته غاړه نه ږدي.

په پاکستان کې د راتلونکو ټولټاکنو پخپل وخت کولو دپاره ضروري ده چې پارلیمان د ۲۴م ائیني بدلون منظوري ورکړي .

خو هیواد کې دترسره شوې اوسنۍ سرشمیرنې دموقتي نتیجو د کوم دریم ګړي اړخ څخه دکره کتنې په طریقه داپوزیشن ګوندونو داندیښنو له امله دغه مسوده تردې مهاله دپارلیمان څخه نه ده منظور شوې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG