لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"چین هم دسي پیک ګټو نه دوړو قومیتونو محرومولو کې لاس لري"


چین دسي پیک لاندې د جوړیدونکو دریوؤ سړکونو دپاره ورکړل کیدونکې پیسې ایسارې کړي دي
چین دسي پیک لاندې د جوړیدونکو دریوؤ سړکونو دپاره ورکړل کیدونکې پیسې ایسارې کړي دي

دپاکستان اؤ چین ترمینځ دجوړیدونکې اقتصادي لارې سي پیک د ګټو په اړوند چین سره دخبرو دپاره دتللي پاکستاني پارلیماني هئیت غړي سینیټر عثمان کاکړ ویلي ددغه پروژې دګټو څخه چې پاکستان کې د وړو قومیتونو د محرومه پاتې کیدو په اړوند کومې اندیښنې موجودې چیني چارواکو سره هم ددغو اندیښنو جواب نه شته.

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند سنیټیر ښاغلی عثمان کاکړ تور لګوي چې د سي پیک دګټو څخه د وړو ایالتونو په محرومه ساتلو کې چین هم دپاکستان دحکمت سره یو شان ذمه ورار دی.

د پنځوسو اربو ډالرو نه په زیاتو پیسو جوړیدونکې دغه اقتصادي پروژه کې د وړو صوبو څخه د تیریدونکې لویدیزې لارې دپامه دغورځولو پسر دخیبرپښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو سیاسي اؤ ټولنیز مشران سخت غبرګون ښایي اؤ دپاکستان پارلیمان دریوؤ کمیټیو په دغه اړوند سختې اندیښنې ښودلې دي.

تیره اوونۍ دسي پیک په ګټو دخبرو دپاره دپاکستان پیپلز ګوند دسنیټیر تاج حیدر په مشرۍ دبیلابیلو ګوندونو یو پارلیماني پلاوی دچین په سفر تللی ؤ.

ددغه پلاوي یوتن غړي اؤ دپاکستان دمرکزي حکومت دائتلافي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سنیټیر ښاغلي عثمان کاکړ وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ویلي هغوي دسي پیک پروژه کې د پاکستان د وړو صوبو دګټو تروړل کیدو په هکله دچین مشر مشرانو څخه ځینې مهمې پوښتنې کړي خو چیني مشرانو سره هیڅ دقناعت وړ جواب نه ؤ.

ښاغلي کاکړ تور ولګولو چې چین یوازې خپلې ګټې غواړي اؤ دې سره هیڅ غرض نه لري چې ددغه اقتصادي پروژې د ګټو څخه دپاکستان واړه قومیتونه څنګه محرومه پاتې کیږي.

تیره ورځ دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې چین دسي پیک لاندې د جوړیدونکو دریوؤ سړکونو دپاره ورکړل کیدونکې پیسې ایسارې کړي دي.

سنیټیر عثمان کاکړ وایي چې دچین لخوا د ایسارو کړل شوؤ دغو پيسو اغیزې به هم په وړو صوبو پښتونخوا اؤ بلوچستان کیږي .

دډان ورځپاڼې د راپور له مخې په ممکنه ډول دغو اغېزمن کېدونکو پروژو کې ۲۱۰ کلوميټر د ډېره اسماعيل نه تر ژوب پورې سړک هم شامل دی چې ټاکل شوې د ۸۱ اربه روپو په لګښت به جوړول کيږي.

د دې ترڅنګ د بلوچستان د خضدار ۱۱۰ کلوميټره هاغه سړک هم د اغېز لاندې راتلی شي چې د اته اربه او پينځه کروړه روپو په لګښت جوړيږي.

د قراقرم د لوې لارې د رائې کوټ سيمې څخه د شانګلې د تاکوټ سيمې پورې جوړېدونکی ۱۳۶ کلوميټره سړک هم د چین د پېسو نه ورکولو له امله په موقت ډول خطره کې لوېدلی دی.

د سي پېک د پروژې لاندې چين پاکستان کې د ۵۶ اربو ډالرو په لګښت بېلابيل سړکونه، د رېل پاټلۍ او د فابريکو ښارونه جوړوي.

خو په پاکستان کې پښتون او بلوڅ ملت پاله ګوندونو ترڅنګ د سندهـ صوبې حکومت هم نيوکه لري چې د سي پېک منصوبې ټولې مهمې ګټې د لويې صوبې پنجاب لمنې ته غورځول شوي.

بل لور ته د پاکستان غليم ګاونډي هېواد هند په دغو پروژو نيوکې لري او وايي ځينې سړکونه د هاغو سيمو نه تېريږي چې لانمجنه بڼه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG